ملک معاذ یوسفزئے

چې ده قام په ننګه مړ نشي مړ نو دې
چې وطن په غم غمجن نشي غمجن نو دې

د ټپې د دومره مقبوليت لامل هم دغه دې چې دا بيخي د اولس ترجماني کوي اؤ په دوه شعرونو کښې دومره بلاغت اؤ فصاحت وي چې دومره په يؤ اوږد کتاب يا ناول کښې هم نه وي اؤ اثر ئې ډېر زر وي. ټپې په خپل ځان کې يؤ داسې موضوع نه ده پرېښي چې ځائې کړي نه وي. د پښتون وطن جغرافيه ،تهذيب، تاريخ، ټولنيز ژوند، مذهب ، معروضي حالات، جنګونه، مېړانه، پېغور، دود دستور، رواج، اقتصاد ، زراعت، موسمونه، فصلونه، ګلونه، غرونه، سيندونه، سفرونه، غم، ښادي، ناسته ولاړه آن تر دې چې خوراکونه، لارې کوڅې، کالي اؤ پېزارو نه واخله تر د پښتنو د مجموعي نفسياتو پورې هرې يوې موضوع له په خپله لمنه کښې ځائې ورکړې دې.
دستر پښتون دانشور اؤ سياستمدار مولانا خان زيب صېب د وينا ترمخه که د پښتنو ټول تاریخ ختم شي نو پنځه سوه کاله پس بيا هم د پښتو ټپې له وجې بيا خپل ټول تاريخ ، سياست اؤ دود دستور راژوندې کوله شي.

#ټپه #لنډۍ #پښتوټپه #پښتوفولکلور
#دپښتو_ټپې_سياسي_اړخونه