تودې خبرې

‎تودې خبرې؛ د طلوع نیوز یو له مهمو سیاسي پروګرامونو څخه دی چې د افغانستان مهمې ورځنۍ پېښې پوښي. په دې پروګرام کې لوړپوړي او مشهور شخصیتونه بلل کېږي ترڅو د مهمو او خبر جوړوونکو موضوعاتو په اړه بحث وکړي. دا پروګرام معمولاً درې مېلمانه لري، چې پکې د حکومت چارواکي، شنونکي او منتقدین شامل وي. سربېره پر دې چې دا پروګرام د تلویزیون له لارې خپرېږي، د طلوع نیوز د ټولنیزو رسنیو پر پلیټفارمونو هم ډېر لیدونکي لري. دا پروګرام پر هغو موضوعاتو تمرکز کوي چې اکثره وخت پراخ غبرګونونه راپاروي.