Meena | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | مينه | غني خان | سردارعلي ټکر
Автор: Meena Jibran
Загружено: 2020-02-16
Просмотров: 149670
شاعر: غني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ــــــــــ
هغې وې مينه يو ګل دی
اوس تازه وي اوس فنا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې مينه يو خوب دی
چې ترې ويښ شي لا بلا شي
ما وې ګوره ژوندون خوب دی
چې سړی ويښ شي شيدا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې مينه دوزخ دی
ماشومان پکې جليا شي
ما وې ښه دی، دوزخ ښه دی
له ګناه وجود صفا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې مينه تياره ده
پکې ځان ورک شي تالا شي
ما وې ښه ده، تياره ښه ده
پکې پټه سخا دنيا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې خوږه دلبره
کاشکي ستا عقل زما شي
غني وې ماشومه ګله
ستا د سره دې فدا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: