داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ د جګړې پای اعلان کړ، د غزې راتلونکی لا هم ناروښانه دی-بی بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-10-14
Просмотров: 33327
يوه ورځ وروسته له هغه چې د اوربند يوه تړون ترڅ کې شل اسرائيلي يرغمل او سلکونه فلسطیني بندیان د احساساتو ډکو شېبو کې خپلو کورنيو سره يو ځای شول، غزې لپاره راتلونکو ګامونو په اړه لويه ناروښانتيا پاتې ده. ولسمشر ټرمپ اسرائيلو او مصر ته له پرله پسې اوږده سفر وروسته خپل ټاټوبي ته ستون شوی دی. ده د مصر شرم الشيخ کې د نړۍ مشرانو سره وکتل او يو اعلان یې په کې لاسلیک کړ، چې د اوربند تړون پخلی کوي. ده دا هم ويل د شلو ټکو سولې پلان پر سر د خبرو دوهم پړاو اوس روان دی. خو مهم جزئيات یې لا بايد حل شي. شرم الشيخ کې د سرمشريزې پر مهال ولسمشر ټرمپ له عربو او اوروپاييو مشرانو سره د اوربند خپل تړون بل پړاو په اړه بحث او خبرې وکړې. خو د اسرائيلو او حماس هېڅ استازی هلته نه و. داسې حال کې چې د غزې لپاره راتلونکي ګامونه لا ناروښانه پاتې دي، اسرائيلو کې په دې اړه غوسه ده، چې د مړو يرغملو، مړي لا هم نه دي سپارل شوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:08 د سر خبر
0:26 د غزې راتلونکی به څه وي؟
2:51 د اسرائيلو رسنۍ څه وايي؟
3:40 د فلسطينيو بنديانو حال
7:35 د افغانستان بګرام اډې کې حالت څنګه دی؟
11:35 بريتانيا کې د يوه افغان وګړي محاکمه
12:13 د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو اغېزې
14:25 د اوکرايين او امریکا مشرانو ترمنځ د کتنې تابيا
16:16 د خبریالانو په اړه د پنټاګون نوې تګلاره
16:45 لندن کې د بېړيو نړيوال چلن په اړه د هېوادونو غونډه
17:20 د کرېکټ خبر
17:52 اقتصاد، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: