د کشمير پښتانه
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2021-01-15
Просмотров: 6617
او د کشمير پښتانه. زرګونه يې له پېړيو راهيسې هلته مېشت دي او تر اوسه يې خپله مورنۍ ژبه ساتلې، وايي په پښتو ښوونې او روزنې کې لاسنيوي ته اړتيا لري
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې زرګونه پښتانه اوسېږي. له پېړيو راهيسې يې نيکونه هلته مېشت شوي، خو له افغان ټاټوبي لرې، د ډېرو نورو سيمو پښتنو خلاف يې تر ډېره خپله مورنۍ ژبه، پښتو ساتلې او لا پرې په روانه غږېدی شي. کشمير کې د مېشتو پښتنو حقونو يوه فعال ثناء الله يوسفزي ويلي، چې تر ټولو ډېر عمر يو پښتون مشر عبد المتين خان د څه د پاسه سلو کلونو په عمر وفات شو. د کشمیر له مرکز سرینګره ۲۷ کیلو متره لرې ګندربل سيمه کې د کوټلي باغ په نامه کلي کې شاوخوا ۱۵ زره پښتانه ژوند کوي. دا کشمیر کې د پښتنو تر ټولو لوی کلی بلل کېږي. ډېر يې وايي اوس هم په روانه پښتو خبرې کولی شي خو د پښتو ليک لوست ښوونې ته اړتيا لري. هند کې ازاد څېړونکی خبريال فهيم دانش ورغلی و او دا راپورې یې پرې جوړ کړی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: