Aimal Khan Momand: Kingship, Coinage, and Uprising Against the Mughals
Автор: Wesal TV - تلویزیون وصال
Загружено: 2025-12-22
Просмотров: 90
ایمل خان مومند؛ پاچاهي، سکه او د مغلو پر ضد پاڅون
په دې خپرونه کې د ایمل خان مومند د ژوند، مبارزې او تاریخي رول په اړه بحث شوی؛ هغه نوم چې د اوولسمې میلادي پېړۍ د پښتنو د ازادۍ له تر ټولو سترو پاڅونونو سره تړاو لري.
ایمل خان مومند د خېبر، مومندو، باړې او شاوخوا سیمو یو پیاوړی قبایلي مشر و، چې د مغلو د زورواکۍ، سپکاوي او ظلم پر وړاندې یې د وسلهوال مقاومت لاره خپله کړه.
خپرونه د ایمل خان شالید، د هغه قبایلي مشرتوب او له صافیانو، اپریدیو او شینوارو سره د ګډې مبارزې څرنګوالی تشریح کوي. همداراز د خېبر تاریخي جګړه، د مغلو د ستر پوځ ماتې، له دریا خان اپریدي سره د هغه نږدې ملګرتیا، او هغه پړاو بیانوي چې ایمل خان ځان د پاچا په توګه اعلان کړ او پر سکه یې خپل نوم ولیکه.
په خپرونه کې دا هم روښانه کېږي چې ایمل خان مومند څنګه د مغلو پر وړاندې د ګوریلایي جګړو مشري وکړه، څنګه یې د خېبر او تېرا غرونه د مقاومت په سنګرونو بدل کړل او څنګه د هغه مبارزه د خوشحال خان خټک په شاعرانه او سیاسي دریځ کې انځور شوې ده.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!
ایمل خان مومند؛ پادشاهی، سکه و قیام علیه مغولها
در این برنامه به زندگی، مبارزه و نقش تاریخی ایمل خان مومند پرداخته شده است؛ نامی که با یکی از بزرگترین قیامهای آزادیخواهانهٔ پشتونها در قرن هفدهم میلادی گره خورده است.
ایمل خان مومند رهبر نیرومند قبایلی مناطق خیبر، مومند، باړه و نواحی پیرامون آن بود که در برابر زورگویی، تحقیر و ظلم مغولها راه مقاومت مسلحانه را در پیش گرفت.
این برنامه پیشینهٔ ایمل خان، رهبری قبایلی او و چگونگی مبارزهٔ مشترک با صافیها، اپریدیها و شینواریها را تشریح میکند. همچنان به نبرد تاریخی خیبر، شکست ارتش بزرگ مغول، دوستی نزدیک او با دریا خان اپریدی و مرحلهای میپردازد که ایمل خان خود را بهعنوان پادشاه اعلام کرد و نامش را بر سکه ضرب نمود.
در این برنامه روشن میشود که ایمل خان مومند چگونه رهبری جنگهای چریکی علیه مغولها را بر عهده گرفت، چگونه کوههای خیبر و تیراه را به سنگرهای مقاومت بدل ساخت و چگونه مبارزات او در موضعگیریهای شاعرانه و سیاسی خوشحال خان ختک بازتاب یافته است.
برنامۀ کامل را در یوتیوب تلویزیون وصال ببینید.
Aimal Khan Momand: Kingship, Coinage, and Uprising Against the Mughals
This program explores the life, struggle, and historical role of Aimal Khan Momand, a name closely associated with one of the greatest Pashtun freedom uprisings of the 17th century.
Aimal Khan Momand was a powerful tribal leader from the Khyber, Momand, Bara, and surrounding regions who chose armed resistance against Mughal domination, humiliation, and oppression.
The program explains Aimal Khan’s background, his tribal leadership, and the nature of his joint struggle alongside the Safis, Afridis, and Shinwaris. It also covers the historic Battle of Khyber, the defeat of the Mughal imperial army, his close alliance with Darya Khan Afridi, and the phase in which Aimal Khan declared himself king and issued coins bearing his name.
The program further highlights how Aimal Khan Momand led guerrilla warfare against the Mughals, transformed the mountains of Khyber and Tirah into strongholds of resistance, and how his struggle was reflected in the poetic and political stance of Khushal Khan Khattak.
Watch the full program on Wesal TV’s YouTube.
#ایمل_خان_مومند #مغل #خېبر #مومند #قبایلي_مشر #ګوریلایي_جګړه #خوشحال_خان_خټک #قیام_علیه_مغولها
#AimalKhanMomand #AntiMughalUprising #PashtunResistance #Khyber #KhushalKhan
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: