د سپین بولدک چمن پر لار د مسافرو او سوداګرۍ پر وړاندې پخوانۍ ستونزې پر ځای پاتې دي
Автор: Pajhwok Afghan News
Загружено: 2021-11-11
Просмотров: 18711
د سپین بولدک- چمن پر لار د مسافرو او سوداګرۍ پر وړاندې پخوانۍ ستونزې پر ځای پاتې دي
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د کندهار او کویټې تر منځ د سپین بولدک- چمن پر لار لا هم پخوانۍ ستونزې پر ځای پاتې دي چې له امله یې مسافر او سوداګر له سختو کړاونو سره مخ دي.
دغه لار چې له نږدې یوې میاشتې تړل کېدو وروسته د روانې لړم میاشتې په ۱۱مه پرانیستل شوه، په دواړو غاړو کې یې نه یوازې زرګونه کسان د تګ په تمه بند پاتې دي، بلکې په سوداګریزو توکو بار کانټینرونو او نورو موټرو ته هم په اسانۍ د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د سپین بولدک- چمن لارې مسافر او سوداګر وایي، لس ورځې وړاندې چې پر دې لارې د اسانتیاوو برابرولو په موخه د دواړو لورو تر منځ کومې پرېکړې شوې وې، نه دي عملي شوي او خلک لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي.
د کندهار ښار اوسېدونکی نصرالله چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر دغې لار د اوښتو هڅه کوي وايي، له ډېر انتظار او کړاو وروسته هم د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
هغه پژواک ته وویل، د سپین بولدک- چمن لارې په دواړو غاړو کې د خلکو هومره ګڼه ګوڼه ده چې یوې ښځې یې د سترګو پر وړاندې ساه ورکړه.
دی وایي، د لارې د پرانیستل کېدو پر مهال ویل شوي وو چې خلکو ته د کندهار پر تذکره، پاسپورټ او شناختي کارټ د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، خو ډېرو ته پر دغو اسنادو هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
ډیره مننه/ بسیار زیاد تشکر
#pajhwokafghannews
Pajhwok Afghan News (Pashto: پژواک خبري اژانس) (Persian: آژانس خبرى پژواک) is Afghanistan's largest independent news agency. With headquarters in Kabul, eight regional bureaus and a nationwide network of reporters and correspondents, Pajhwok delivers an average daily output of three dozen stories in Pashto, Dari and English. Pajhwok also provides photographs, video footage and audio clips to international wire agencies, televisions and radio stations.
share support subscribe !!
subscribe: / pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
/ pajhwoknews
www.instagram.com/pajhwok
/ pajhwok
www.pajhwok.com
Email: video@pajhwok.com
#pajhwokafghannews
#Pashto
#Dari
# / pajhwokafghannews
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: