استانبول کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند ورپسې غونډه، څه به وکړي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-10-24
Просмотров: 32586
ټاکل شوې، د افغانستان طالبانو او پاکستان پلاويو ترمنځ سبا د اوکتوبر پر ۲۵ مې د ترکيې استانبول کې غونډه وشي. دا د دوحې اوربند هوکړې پسې بله کتنه ده، چې تمه ده، دواړه خواوې به په کې د پايېدونکې خپلمنځۍ سولې لا پراخو جزئياتو او جوړښتونو پرسر سره بحث او خبرې کوي. پر ډېورېنډ کرښې د دواړو خواو ترمنځ له نښتو او د پاکستان له هوايي ګوزارونو وروسته، د تلوراتلو لارې لا هم تړلې، چې له امله یې د راپورونو له مخې دواړو هېوادونو کې ګراني زياته شوې ده. پاکستان کې د روميانو بيې پنځه برابره لوړې شوې دي. په توکو بار زرګونه لارۍ دواړو خواوو ته لا هم ولاړې دي، او د ځينو اټکلونو له مخې د ورځې يو مليون ډالره تاوان اوړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto   
Like us on Facebook:   / bbcpashto   
Follow us on Twitter:   / bbcpashto   
Instagram:   / bbcpashto                  
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
- 
                                
Информация по загрузке: