پیام داکتر فتانه نجیب به مناسبت ۲۷مین سالروز شهید دکتور نجیب الله | Fatan Najib
Автор: AfghanWatan
Загружено: 2023-09-27
Просмотров: 1261
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو هېوادوالو!
۲۰۲۳ زیږديز کال د سپتامبر ۲۷ مه او د ۱۴۰۲ لمريز کال دتلي پنځمه نېټه دافغانستان دپخواني ولسمشر شهيد ډاکتر نجیب الله اودهغه دورور شهيد احمدزي دشهادت له تلين سره سمون خوري.
شهيد ډاکتر نجیب الله ديوه داسي دولت مشرتوب په غاړه درلود، چې دافغانستان دټولو خلکو دګټو ساتني په موخه يې پر ملي فکرونو ولاړ سياست خپل کړ او دهغه د عملي کولو لپاره يې ټول ژوند پوره هڅه او کار وکړ. جګړې او سولي، پرمختګ او ټولنيز عدالت، له هغې جملې څخه دهېواد دټولو وګړو دحقونو ساتنه اوپه ځانګړي توګه په ټولنه کې دنجونو او مېرمنو دزده کړو، کار او ټولو مدني حقونو په هکله دهغه ډيرى وړاندويني ريښتيا ثابتي شوې .
شهيد ډاکتر نجیب الله دملي سياستونو په خپلولو او دهغو د عملي کولو لپاره یې خپل ټول توان په کار واچاوه ، دټولني ديوې لږکي دايرې تر ګټو، ملي لرليد لرونکي سياست ته، چې دټولني د ټولو خلکو ګټي پکي وساتلي شي، غوره والى ورکړ او ټول افغانان يې همداسي دريځ خپلولو ته راوبلل او دخوشحال خان بابا دشعر لاندي بيت به يې وايه :
څو دي توان رسي په لوى درياب کې ګرځه
په ويالې کې دي زوال وينم نهنګه
دهغوي دشهادت دتلين په مناسبت دهغه ټولو پلويانو او دافغانستان سوله خوښونکي اوپرمختګ غوښتونکي ولس ته تسليت وايو. دشهيد ډاکتر نجیب الله، شهيداحمدزي او دګران هېواد ټولو شهيدانو ته دعاکوو، چې خداى (ج) دي ددوئ پاکي ارواوي ښادي ولري، له ابرارو سره محشوري وګرزوي او ددوئ هېوادني ارمانونه دي سرته ورسوي.
آمين
ډاکټر فتانه نجيب الله
-------------------------------------------
بسمالله رحمن الرحيم
پنجم ميزان یا ۲۷ سپتمبر برابر است بابیست وهفتمین سالروز شهادت فرزند صدیق وطن شهید داکتر نجیب الله و برادر شان شهید احمدزی توسط دشمنان صلح ، ارامش و ترقی افغانستان ،که از پاکستان به کابل اعزام شده بودند میباشد.
شهید داکتر نجیب الله در رأس دولتی قرار داشتند که هدفش تطبیق سیاست مصالحه ملی،یعنی سیاستی که اصول آنرا انديشه هاي ملی غرض تأمین صلح وامنیت که منافع همه مردم افغانستان را در بر داشته و در آن حقوق حقه همه ملت بخصوص تأمین حق تحصیل ، کار و حقوق مدنی دختران و زنان جامعه را در کشور را که به اساس شرعیت اسلامی در نظر گرفته شده بود به اثبات رسانیده همه زمینه های تحصيل و کار برای مرد و زن افغان را تأمین نموده بود.
شهید داکتر نجیب الله به صراحت و بار ها رسماً اعلام نمودند که در صورت ختم جنگ و تحقق صلح ، هیچ نوع امتیازی برای خود قائل نیستند و همچنین بارها هشدار دادند که در صورت عدم تحقق صلح حوادثی ناگواری در کشور اتفاق خواهد افتاد و طوریکه هموطنان گرامی شاهد هستند گذشت زمان پیشداوری های داهیانه و آگاهانه شان را به اثبات رسانید .
ایشان بار ها این شعر خوشحال خان را تکرار مینمودند :
څو دي توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویالې کې دي زوال وینم نهنګه !
جا دارد شهادت این مرد بزرگ و فرزند راستين افغانستان را به همه دوست داران شان و مردم ترقیخواه ، آزاد اندیش و صلح دوست افغانستان تسلیت عرض نموده برای شهید راه آزادی و صلح داکتر نجیب الله وهمه شهدای وطن از بارگاه الهی طلب غفران و آرامش روح نموده و آرمانهای والای آنها را که برای تامین آزادی و صلح در وطن داشتند برآورده کند.
امین
دکتور فتانه نجیب الله

Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: