اقتصاد: د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ سوداګري څومره شونې ده؟
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-01-27
Просмотров: 329
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، بنګله دېش ته يې د مرستیال وزیر او پنځوس کسیز سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د دغه هېواد سوداګرۍ ټولنې سره د سوداګرۍ کچې لوړېدا او ګډو پانګونې په اړه خبرې شوې دي، د بنګلهدېش د جامو تولید او صادراتو ټولنې د افغانستان مالوچو پېرلو ته لېوالتیا ښودلې او له بنګلهدېشي اړخ سره د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره د کابل- ډاکې ترمنځ د مستقیمو الوتنو په اړه هم خبرې شوې دي. د سوداګریز پلاوي په خبره د دغه سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ ځینې هوکړې او تړونونه هم شوې دي. دا سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تلوراتلو لارو اوږدمهاله بندېدو ترڅ کې کېږي، چې د افغانستان سوداګرۍ لارې يې ګډوډۍ سره مخامخ کړې دي. افغانستان بنګله دېش سره مخامخ لار نه لري، نو سوداګري يې بايد يا د هوا له لارې او يا پر سمندر بيا د ايران بندرونو له لارې وشي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: