په اروپا کې نامتو افغان جراح ډاکټر شېرولي شېر، له کونړه تر المانه د طبي او فرهنګي خدمتونو مستند
Автор: Saeed Shinwari
Загружено: 2025-11-03
Просмотров: 4476
ډاکټر شیرولي شیر د کونړ له تاریخي خاورې څخه هغه بااستعداده افغان دی چې د جګړو له امله له وطنه مهاجر شو، خو د ژوند سختیو ته تسلیم نه شو. په جرمني کې یې خپلې نیمګړې پاتې طبي زده کړې بیا له سره پیل کړې او د جراحۍ په برخه کې یې لوړې زده کړې ترلاسه کړې.
نن ورځ ډاکټر شیرولي شیر په جرمني ـ کولن کې د یو باکفایته افغان جراح په توګه د خلکو درملنه کوي او د افغانانو د روغتیا خدمت ته اوږه ورکړې ده.
سربېره پر دې، نوموړی د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشري هم پر غاړه لري او له درېیو لسیزو راهیسې د همدې ټولنې له مخکښو غړو څخه شمېرل کېږي. هغه په دوامدار ډول د افغان کلتور د روزنې، د پښتو ژبې د وده او د کلتوري پروګرامونو د تنظیم له لارې د خپل ولس ريښې ژوندۍ ساتي.
✨ په دې ویډیو کې به وګورئ:
د ډاکټر شیرولي شیر مهاجرت او بریالۍ مبارزې کیسه
په کولن کې د هغه د جراحۍ تخصص او خدمتونه
د افغان کلتوري ټولنې د مشرتابه فعالیتونه
د پښتو ژبې او افغان پېژندګلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې
#Pashto #Pashtun #Pashtoon #Pukhtoon #PashtoCulture #PashtoArt #PashtoMusic #PashtoPoetry #pashtoentertainment #Afghanistan #AfghanCulture #Afghans #AfghanMusic #AfghanArt #AfghanEntertainment #AfghanStories #AfghanVoices#Podcast #PashtoPodcast #AfghanPodcast #PashtoShow #AfghanShow #AudioShow #TalkShowPashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: