Rip Dharmendar درمندر ومړ
Автор: Ikramullah ikram
Загружено: 2025-11-24
Просмотров: 39
د هندي سینما نوموتی ستوری درمیندر د ۸۹ کلنو په عمر مړ شو
هغه د ۱۹۳۵ کال د ډیسمبر په اتمه د هند د پنجاب ايالت پیدا او نن په ممبۍ کې په خپل کور کې ومړ.
هغه څه موده وړاندې د سا لنډۍ د ناروغۍ له امله څو ورځې په روغتون کې هم بستر شوی وو او د مړینې اوازې یې هم خپرې شوې وې خو وروسته له روغتونه کور ته رخصت شوی وو.
د هغه اصلي نوم که څه هم درمیندر کېول کرېشنا دېول وو خو په درمیندر مشهور وو.
د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ نوموړی په ۱۹۶۰ کال کې فلمونو ته راغی او لومړنی فلم یې دل بې تیرا هم بې تیري وو خو
په ۱۹۶۶م کال کې د (پول اور پتهر) په نوم فلم درمیندر ډېر مشهور کړ.
په اویایمه لسیزه درمیندر د سینما لوړو پوړیو ته ورسېده، دغه مهال د هغه شعلی فلم پراخه بازار وکړو او د ده د مینه والو په شمېر کې یې په بې سارې ډول زیاتوالی راوست او همدا کلونه یې د شهرت کلونه وو.
دوه ودونه کړي وو
لومړنی واده یې په ۱۹ کلنۍ له پریکاش کور او دوهم واده یې په ۱۹۸۰ کال کې د ډریم ګرل یا افسانوي ښایست لرونکې نجلۍ هېما میالني سره وکړ، که څه هم هغه وخت یې واده ګڼ جنجالونه راپورته کړي وو خو وروسته هر څه سم شول.
د راپورونو له مخې دوهم واده په مینه کړی وو.
له لومړي واده یې درې څلور اولادونه سني دیول بابي دیول او دوه لوڼۍ او له دوهم واده یې دوه لوڼې اشیا دیول او یوه بله لور لري.
په اولادونو کې یې سنی دیول، بابي دیول او اشیا دیول په بیلابیلو فلمونو کې کار کړی دی.
هغه یو څه لنډ وخت په سیاست کې هم پاتې شوی وو او د ټاکنو له لارې یې د هند پارلمان ته لاره پیدا کړې وه خو وروسته یې سیاست پرېښود.
او په یوه مرکه کې یې ویلي وو چې سیاست ته تګ یې ستره تیروتنه وه.
هغه تر ۲۰۱۱ کال پورې په ټول ټال ۲۴۷ فلمونو کې کار کړی.
درمیندر نه یوازې په هند کې، بلکې په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې یې هم ډېر مینهوال درلودل.
ایا تاسو د درمیندر مینه وال واست او تراوسه مو د هغې کوم فلم کتلی هیله ده په کمنټ کې راته ولیکئ.
#bollywood #bollywoodnews #dharmendar #Dharmendrarip #ripdharmendra
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: