Популярное

Музыка Кино и Анимация Автомобили Животные Спорт Путешествия Игры Юмор

Интересные видео

2025 Сериалы Трейлеры Новости Как сделать Видеоуроки Diy своими руками

Топ запросов

смотреть а4 schoolboy runaway турецкий сериал смотреть мультфильмы эдисон
dTub
Скачать

جمهوررئیس له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل

Автор: ARG - ارگ

Загружено: 2013-12-21

Просмотров: 8569

Описание:

د۱۳۹۲ لمریز کال د لیندۍ ۳۰مه

جمهوررئیس حامدکرزي له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل.

په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په افغانستان کې د آغاخان د انکشافي شبکې د عمراني پروژو د کار د چټکتیا او پراختیا په باب خبرې وکړې.

جمهوررئیس حامدکرزي په افغانستان کې د عام المنفعه پروژو، په ځانګړي ډول د روغتیایي، تعلیمي او د فرهنګي میراثونو د برخو په بیا رغونه کې د آغاخان د انکشافي شبکې همکارۍ رغنده او مهمې وبللې او د هغو پر دوام او پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.

په مقابل کې شهزاده کریم آغاخان د آغاخان انکشافي شبکې ته د افغانستان د حکومت له لوري د فعالیت د زمېنې د برابرولو له امله مننه وکړه، او په بېلابېلو برخوکې یې په افغانستان کې د دغې شبکې د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.

د دغې کتنې په پای کې جمهوررئیس حامدکرزي شهزاده کریم آغاخان ته بلنه ورکړه چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د نوروز په نړیوال جشن کې چې د افغانستان په کوربه توب په کابل کې جوړیږي، ګډون وکړي.
------------------
Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
Presidential Palace -- ARG
Kabul, Afghanistan
Website: www.president.gov.af

جمهوررئیس له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل

Поделиться в:

Доступные форматы для скачивания:

Скачать видео mp4

  • Информация по загрузке:

Скачать аудио mp3

Похожие видео

array(0) { }

© 2025 dtub. Все права защищены.



  • Контакты
  • О нас
  • Политика конфиденциальности



Контакты для правообладателей: [email protected]