Ijaz Ufaq - Kala Da Kawtaray Pa Ser Kala Hm Da Mar Ghonday ژوند کله دشمن شي کله کله بېا د يار غوندې
Автор: Parnassós
Загружено: 2024-03-07
Просмотров: 2263
کله د کوترې په څېر کله هم د مار غوندې
ژوند کله دشمن شي کله کله بېا د يار غوندې
هغه شېبې تيرې شوې چې تا به راته و ویل
واچوه لاسونه مې په غاړه کښې د هار غوندې
ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولی وو
لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې
مينه د خدای مينه بېلې بېلې جامې واغوندي
چاته معشوقه شي، چاته مور چاته د پلار غوندې
څه کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وائي
کله نرګسي غزل د ستړي انتظار غوندې
پیر محمد کاروان
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: