د اسټراليا لومړی وزير وايي د سډيني بريدګر توندلارۍ هڅولي وو - بي بي سي
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-12-15
Просмотров: 7441
اسټراليا کې روښانه شوې، يو له دوو بريدګرو چې سيډني کې يې د يهودانو مذهبي لمانځنو پر مهال ۱۵ کسان په ډزو وژلي، اسلامي دولت نومې ډلې سره يې د تړاو پر سر پلټنه شوې وه. دواړه پلار او زوی، ځايي رسنيو کې د ساجد اکرم، چې ۵۰ ګلن دی او د ده ۲۴ کلن زوی د نويد په نامه ياد شوي دي. پلار ساجد اکرم په ۱۹۹۸ کال کې د زده کوونکي په ويزه اسټراليا ته رسېدلی و، او د ساتېرۍ ښکار لپاره يې د وسلې لايسنس لاره. پلار د پېښې ځای کې مړ شوی، داسې حال کې چې زوی روغتون کې په جدي حالت کې دی، خو پوليس وايي ښايي ژوندی وپايي. داسې انګېرنه ده، چې زوی نويد اکرم مخکې په ۲۰۱۹ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې يوې سيډني مېشتې ترهګرې ځالې سره د نژدې تړاو پر سر پلټل شوی و. اوس داسې حال کې چې پلټنې روانې دي، د اسټراليا لومړي وزير ويلي، يوه ارزونه شوې وه، چې د کوم شته ګواښ او يا يې هم تاوتريخوالي کې د ښکېلتيا کومه نښه نه وه څرګنده شوې. يوه جګپوړي چارواکي اې بي سي خبري رسنۍ ته ويلي د يوه وسله وال ګاډي کې د داعش دوه بيرغونه او يو شمېر کور جوړ کړي چاودېدونکي توکي موندل شوي دي
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: