Za zwani lara sta da zulfo // Haroon Bacha // Andesh Shamsul Qaumar
Автор: Andesh Shamsul Qamar // Bangkok Thailand
Загружено: 2022-11-05
Просмотров: 13209
شمس القمر اندېش
ځه ځوانى لاړه، ستا د زلفو په ول نۀ وايمه
خو د حالاتو په نخرو به غزل نۀ وايمه
هره ښکلا د وخت هوا لکه خسڼى يوړه
تش د ريدى د سرو ګلونو د ټل نۀ وايمه
بس دا يو شے زما د فن د جوارۍ ګټه ده
چې زۀ سندرې د ژوندون په چل ول نۀ وايمه
ما ته تمغه د بادرۍ تړى خو شرط يې دا دے
چې به د دې خاورې اتل ته اتل نۀ وايمه
چې ستا د ننګَ پرې اور بل نه دے شېرينې پښتو
ورته مئين ستا د سايې د اوربل نۀ وايمه
بيا ولې هر سړے يرېږى د خپل سيورى نه هم
ځه وشوه خېر دے زۀ دې ښار ته ځنګل نۀ وايمه
شَلې وعدې د انتظار لوړې ژورې لارې
دې کښې بې صبره زړۀ ته هېڅ کله مل نۀ وايمه
ما او حالاتو نن په دې دعا د خېر وکړله
ساز ته به ساز وايم خو غل ته به غل نۀ وايمه
د مينې دښتې د موټرو په پايو نه وهم
زۀ دغه سېل ته ستا په لورى مزل نۀ وايمه
چې په کښې ناسته ده زما د اميدونو راڼۍ
زۀ به د خپل فکر کنډر ته محل نۀ وايمه
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: