Популярное

Музыка Кино и Анимация Автомобили Животные Спорт Путешествия Игры Юмор

Интересные видео

2025 Сериалы Трейлеры Новости Как сделать Видеоуроки Diy своими руками

Топ запросов

смотреть а4 schoolboy runaway турецкий сериал смотреть мультфильмы эдисон
dTub
Скачать

Badar Munir - De Pokhto Filmono Zalanda Lobgharey

Автор: pakhtana101

Загружено: 2008-10-12

Просмотров: 225888

Описание:

http://pashtoonkhwa.com/
د پښتو فلمونو مشهور او وتلى اداکار بدر منير د خالي په ورځ (د اکتوبر په يوولسمه) سهار وختي د لاهور په اتفاق روغتون کې د اته شپېتو کالو په عمر کې مړ شو. هغه د تېرو څلورو کالو راهيسې ناروغه و او وخت په وخت به روغتون ته وړل کېده. په وروستي ځل دوه ورځې وړاندې په روغتون کې بستر شوى و.
ښاغلى بدر منير چې د پښتونخوا د سوات د سيمې اوسېدونکى و د ځوانۍ په ورځو کې يې د کراچۍ په ښار کې رکشه چلوله خو له هغه ځايه لاهور ته لاړو او د هغې زمانې د اردو د فلمونو د ياد اداکار او چاکلېټي هيرو وحيد مراد په دفتر کې يې کار پېل کړ. له همدغه ځايه هغه د پښتو په لومړني فلم ((يوسف خان شېربانو)) کې واخيستل شو او بيا يې قريباً پنځه دېرش کاله د پښتو په فلمي نړۍ بادشاهي وکړه.
بدرمنير د لومړي ځل لپاره په نولس سوه اويا کال کې په ((يوسف خان شېربانو) فلم کې راښکاره شو او د مرګ تر وخته پورې يې په شاوخوا شپږ سوه او پنځوسو پښتو، اردو او پنجابي فلمونو کې کار وکړو. هغه د پښتو او اردو ژبې په ځينو دومره ښو فلمونو کې کار کړى دى چې تر لسيزو لسيزو پورې د خلکو په ذهنونو کې پراته وو.
بدر منير د پښتو فلمونو تر ټولو مشر او ښه اداکار ګڼل کېده. تر يوې زمانې پورې د پښتو فلمونو برياليتوب يواځې د هغه په نوم پورې تړلى و. په کوم فلم کې چې به بدرمنير نه و هغه په سېنماګانو نه کاميابېده. د لاهور په فلمي سټوډيوګانو کې د پښتونخوا د زمري په نوم پېژندل کېده.
خو وروسته د فلمونو کتونکي په دې وجه د هغه د نوم نه بېزاره شول چې هغه تر اخري وخته پورې د هيرو (اتل) په توګه په فلمونو کې راښکاره کېده او دا رول د هغه لپاره مناسب نه ګڼل کېده. په وروستيو وختونو کې د هغه ښه فلمونه هغه وو چې بدرمنير پکې د فلم د اتل د پلار يا تره په توګه راڅرګند شوى و ځکه د هغه د عمر سره دا رول د هغه لپاره ښه جوړېده.
د بدر منير ځوى هم يو ځل په پښتو فلمونو کې راڅرګند شو خو هغه په فلمونو کې د خپل پلار په څېر استعداد نه درلود له دې امله يې فلمونه هم ډېر زر ناکام شول او د هغه نوم د سېنما د سکرين نه پاک شو.
د بدر منير د څو مشهورو فلمونو څخه دا د يادولو وړ دي: يوسف خان شېربانو، ادم خان درخانۍ، علاقه غېر، وربل، ټوپک زما قانون، ديدن، دلهن ايک رات کي (اردو)، د انتقام لمبې، چيخ (اردو)، تربور، بدنام، ګڼ کپ، نيمګړى ارمان او پړانګ.
د بدر منير په مرګ سره د پښتو فلمي نړۍ د يو ښه اداکار او غټ نوم نه بې برخې شوه. د هغه جنازه به هم د خالي په ورځ ماسختن په لاهور کې ادا کېږي.

Badar Munir - De Pokhto Filmono Zalanda Lobgharey

Поделиться в:

Доступные форматы для скачивания:

Скачать видео mp4

  • Информация по загрузке:

Скачать аудио mp3

Похожие видео

badar munir stage programme

badar munir stage programme

سعيدمنير ولد بدرمنير --ثفصيلي مرکه Saeed Munir interview

سعيدمنير ولد بدرمنير --ثفصيلي مرکه Saeed Munir interview

Aam Olas: Ep # (1918) | قُربان ملنګ

Aam Olas: Ep # (1918) | قُربان ملنګ

Tandar Da Asmaan  | Full Pashto Film | Badar Munir And Asif Khan | Pahto Hd Movie

Tandar Da Asmaan | Full Pashto Film | Badar Munir And Asif Khan | Pahto Hd Movie

Majeed Gul Ghazal

Majeed Gul Ghazal

Khyal Muhammad Latest Song

Khyal Muhammad Latest Song

د ژوندون اختريزه مشاعره ( د ډاکتر غلام محمد ټوکې ټکالې)

د ژوندون اختريزه مشاعره ( د ډاکتر غلام محمد ټوکې ټکالې)

Legendary asif khan visit legendary badar Munir (late ) home new video 2025

Legendary asif khan visit legendary badar Munir (late ) home new video 2025

Zorawar | Full Pashto Film | Bedar bakht, Musarat Shaheen | Pakistani Pashto Movie

Zorawar | Full Pashto Film | Bedar bakht, Musarat Shaheen | Pakistani Pashto Movie

ОСТРЫЙ КУЛЬТОВЫЙ БОЕВИК ПРО КРИМИНАЛЬНЫЕ РАЗБОРКИ! МАССОВЫЕ КРОВАВЫЕ УБИЙСТВА В ПИТЕРЕ! Ч.2

ОСТРЫЙ КУЛЬТОВЫЙ БОЕВИК ПРО КРИМИНАЛЬНЫЕ РАЗБОРКИ! МАССОВЫЕ КРОВАВЫЕ УБИЙСТВА В ПИТЕРЕ! Ч.2

Pashto film BODYGUARD | Badar Munir, Asif Khan & Nazo | Must Watch

Pashto film BODYGUARD | Badar Munir, Asif Khan & Nazo | Must Watch

Hilarious Pashto Comedy Khaka: Ismail Shahid & Said Rehman Sheeno's Epic Laugh Riot! 😂

Hilarious Pashto Comedy Khaka: Ismail Shahid & Said Rehman Sheeno's Epic Laugh Riot! 😂

Daghoona | Episode 1

Daghoona | Episode 1

د فلمسټار بدرمنير مرحوم اوولسمه کلیزه آصف خان او عجب ګلFilmstar Badar munir ki 17  vin Barsi

د فلمسټار بدرمنير مرحوم اوولسمه کلیزه آصف خان او عجب ګلFilmstar Badar munir ki 17 vin Barsi

ПОСЛЕ ТЮРЬМЫ САША ВОЗВРАЩАЕТСЯ В ОРГАНЫ ПРАВОПОРЯДКА! Кордон. Часть 2. Адреналин

ПОСЛЕ ТЮРЬМЫ САША ВОЗВРАЩАЕТСЯ В ОРГАНЫ ПРАВОПОРЯДКА! Кордон. Часть 2. Адреналин

Badar Munir History Asif khan Musarat

Badar Munir History Asif khan Musarat

Jahangir Khan Jani | Imran Ashraf | Mazaq Raat Season 2-Ep 339 | Sakhawat Naz | Honey Albela

Jahangir Khan Jani | Imran Ashraf | Mazaq Raat Season 2-Ep 339 | Sakhawat Naz | Honey Albela

SHAHID KHAN | FILM ACTOR | FILM PRODUCER | RADIO PODCAST PESHAWAR | 27-10-2025

SHAHID KHAN | FILM ACTOR | FILM PRODUCER | RADIO PODCAST PESHAWAR | 27-10-2025

Merane Roor | Pashto Old Movie | Super Hit Films | Musafar Films

Merane Roor | Pashto Old Movie | Super Hit Films | Musafar Films

نعمت سرحدی ژونداوفن.  Niamat Sarhadi

نعمت سرحدی ژونداوفن. Niamat Sarhadi

© 2025 dtub. Все права защищены.



  • Контакты
  • О нас
  • Политика конфиденциальности



Контакты для правообладателей: [email protected]