د پناه غوښتنی د انترویو درې مهم رازونه - سه راز مهم مصاحبه پناهندگی 3 Secrets for Asylum Interview
Автор: Afghan Lawyer
Загружено: 2025-08-24
Просмотров: 2297
بخش پشتو:
آیا پوهېږئ درې ساده رازونه شته چې که مراعات یې کړئ، ستاسو د اقامت د مرکې بریا څو برابره کېږي؟
وطندارانو ورونو او خویندو د دی مهم موضوع بشپړ متن زما یوتوب چینل کی لوستلی شی زما یوتوب چینل نوم @Afghanlawyer دی.
دا دری ساده او مهم رازونه کوم دی ؟ 👇 لاندی متن کی می تاسو ته خلاصه یی لیکلی په دقت یی ولولی او کچیری تاسو مکمل ولوستله ماته کمنت کی دری زړونه ❤️❤️❤️ زه به پوه شم چی تاسو واقعا لوستلی او زه راتلونکی کی نور لیکنی هم وکړم ان شاءالله!
لومړی: د کیس / شخصي کیسې بشپړ یادښت
راز: تر ټولو لویه تېروتنه دا ده چې غوښتونکي خپله کیس او د ژوند کیسه په سمه توګه نه یادوي او متناقض ځواب ورکوي.
څنګه باید تاسی خپل کیس وړاندې کړی:
الف) مخکې له مرکې یا انترویو خپله کیسه څو ځله مرور کړي خپل ملګری سره تمثیلی ډول ترسره کړی ترڅو تاسو ته ذهن کی عادی حالت ته وګرځی.
ب) نېټې، ځایونه او مهم جزیات په دقیقه توګه یاد کړی او حتی کولای شی ځان سره ورقه کی نوټ کړی او انترویو کی د هغی د مخی لوستلی شی.
ج) هېڅکله اضافي خبره مه کوی او نه هم خپله خبره مه بدلوی، ځکه د کیس آفیسر یا څیړونکی ژر تناقض درک کوی او تاسی بیا سوال پیچه کوی.
دویم: په ځان مکمل باور ولری او د بدن ژبه (Body Language) مو باید عادی حالت او نارمل وی:
الف) راز: د مهاجرت افسر یا کیس څیړونکی یوازې ستاسو ځواب نه اوري، بلکې ستاسو د ناستې طریقه، د سترګو تماس او اعتماد په ځان ته ډیر پام هم پام کوي او اکثرا هغوی ستاسو د احساس او د وینا له رویته ستاسو د کیس اصلیت او حقیقت تشخیص کوی. نو باید تاسی خه حقیقی تمثیل وکړی.
څنګه باید دا هر شی مراعت کړی او د کیس افیسر ته وړاندې کړی:
۱- د خبرو پر وخت نېغ کښېنی یعنی ثابت اوسی ډیر ځان ونه خوزوی او شورک ونخوری جدی او نیغ اوسی.
۲- د سترګو تماس وساتی، کله چی خبری کوی د افیسر سترګو ته وګوری چی هغه دا احساس وکړی چی تاسو رشتیا وایست.
۳- په ډاډ او سکون خبرې وکړئ (نه ډېر تېز او نه ډېر ورو).
۴- که څه نه پوهېږئ، رښتیا ووایاست: زه په دقیقه ډول نه پوهېږم، خو… څه چی زما په ذهن دی هغه دادی… داسی ووایست مستقیم ډول د هو یا نه په شکل ځواب ورنکړی.
دریم: رښتینولي + رواني تیاری
الف) راز: د مهاجرت افسران روزل شوي دي چې دروغ په اسانۍ وپیژني. یو کوچنی تضاد هم کولای شي ټول پروسه خراب کړي، نو تاسی باید خه تیاری ولری چی یوه کوچنی اشتباه هم ونکړی.
څنګه باید هر شی منظم په ريښتنولی سره وړاندې کړی:
۱- تل رښتیا ووایاست، حتی که فکر کوئ ساده حقیقت ستاسو پر ضد دی.
۲- د مرکې نه مخکې د ژورې ساه اخیستلو تمرین وکړئ څو فشار کم شي.
۳- وښایئ چې تاسو چمتو یاست او په ښکاره د ځان او خپل راتلونکي دفاع کولای شی.
۴- کچیری هغه وقت کی تاسو ته کوم ذهنی فشار پیدا شی یا ویره پیدا شی انترویو کی کولای شی چی د وقفه غوښتنه وکړی او بیا ځان فرش کړی یو تشناب ته لاړ شی مخ لاس ومینځی او بیرته راشی انترویو ته ادامه ورکړی. پدی سره افیسر هم ستاسو احساس او عمل دواړه ته متوجه کیږی او دا ستاسو د بریالیتوب لپاره ډیر مرسته کوی.
تاسی کولای شی چی دا ویدیو د نور هغه کسانو سره شریک کړی چی د پناهندګی انترویو لپاره تیاری لری، یا پناهنده شوی دی یا غواړی چی نوی کیس وړاندی کړی او حتی کچیری راتلونکی کی غواړی پناه غوښتنی او مهاجرت کیس ولری… مکمله لیکنه او ویدیو زما یوتوب چینل کی د AfghanLawyer په نوم لیدلی شی.
ټولو ورونو او خویندو ته خه چانس او ورور مو په دعا کښی هیر نکړی 🫶💐
#asylum #interview #eruope #europe #secret #afghanlawyer
@Afghanlawyer
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: