پر دېورېنډ کرښې د لارو پرله پسې بندېدو، چمن کې تاوانونه اړولي - بي بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-12-12
Просмотров: 11557
د پاکستان لومړي وزير د ترهګرۍ ختمولو لپاره د هوډ پر بيا تازه کولو ټينګا کړی، او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، د طالبانو پر حکومت دې چې ده، د افغان طالبانو رژيم بللی، زور راوړل شي، چې په وينا يې له خپلې خاورې د ترهګرۍ کړه وړه ختم کړي. د پاکستان لومړي وزير دا خبرې داسې مهال کړې، چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ ترينګلتيا روانه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلورتلو لارې لا هم بندې دي. تورخم او سپين بولدک لارې څه وخت يوازې د ملګرو ملتونو بشري مرستو لپاره پرانيستل شوې وې. د ډېسمبر ۵ مې او ۶ مې نښتو له امله سپين بولدک کې مرګژوبله اوښتې وه. سره له دې چې ارامي ستنه شوې، خو چمن کې حالت لا هم نازک او بدلېدونکی برېښي. د لارو پرله پسې اوږدمهاله بندېدو اد دېورېنډ کرښې دواړو غاړو ته تاوانونه اړولي، بازارونه او سوداګر تاوانونه سره مخامخ دي.
#BBCNarayDaWakht #BBCPashtoTV #BBCPashto
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:23 د افغانستان طالبانو په اړه د پاکستان لومړي وزير څرګندونې
1:23 د جنوبي پښتونخوا چمن کې څه حال دی؟
5:08 چمن کې د پلورنځيو حال
7:26 کاروباريان څه غواړي
9:50 د اوکرايين په اړه د اروپاييو مشرانو هلې ځلې
10:40 اوکراينيان څه وايي؟
13:51 امريکا ته د سيلانيانو د ورتګ پر وړاندې تدبيرونه
16:57 تایلنډ کې د ټاکنو تابيا
17:20 کابل کې د وزلوبې سياليو پيل
18:39 هنري شېبې، اوونیزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: