Clean water was arranged for the convenience of thousands of people. Video د زرګاو خلکو آسانتويډيو
Автор: Shinwari Haska Mina
Загружено: 2023-04-06
Просмотров: 133
د مننې په پار!
د عمومي عيدګاه، جنازګاه او د عمومي هديرې لپاره د پايپ، د اودسونو ځای ترتيب او انتظام تکمیل شو:
د عربي اماراتو څخه يو قدرمن او مخلص ورور زمونږ غږ ته لبیک ووایه او د عيدګاه، جنازګاه او هديرې لپاره د اوبو پايپ، د اودسونو ځای لپاره يې مونږ سره مرسته وکړه او تکمیل شو.
الله ج دې د دغه قدرمن ورور دغه صدقه جاریه په خپل دربار کې قبوله کړي، الله ج دې ددغه ورور په مال او شتمنۍ کې برکتونه او خيرونه واچوي. بله اهمه خبره دا چې قدرمنو عزيزانو ددغه مرسته کوونکي ورور نارينه اولاد نشته پدې مبارکه مياشت کې ورته د زړه د اخلاصه دوعا وکړئ چې الله ج ورته نېک صالحه نارينه اولادونه ورکړي.
قدرمنو دوستانو لکه څنګه چې مو تاسې سره وعده کړې وه چې مونږ به څلور نيم سوه کورنيو، جوماتونو او عيدګاه او عمومي هديرې ته پاکې اوبه رسوو. لله الحمد د الله ج په نصرت او ستاسې په مالي ملاتړ او د ولس غواړ او غريب په دوعاګانو دغه لويه برنامه تکمیل شوه.
الله ج دې تاسې د ټولو شرعي حاجتونه پوره کړي.
ډېره مننه او ډېر درنښت
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: