په غزني ښار کې د مسلمانانو لومړی جومات چې ۲۵۰۰ کلونه مخکې د بودایانو د عبادتځای په توګه کارول کېده.
Автор: Pajhwok Afghan News
Загружено: 2022-05-29
Просмотров: 1313
په غزني ښار کې د مسلمانانو لومړی جومات چې ۲۵۰۰ کلونه مخکې د بودایانو د عبادتځای په توګه کارول کېده.
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د غزني اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د «بابا حاجي» په نوم لرغونی جومات د نړېدو له خطر سره مخ دی چې د حکومت له خوا جدي پاملرنې او رغونې ته اړتیا لري.
دغه جومات چې د غزني د زاړه ښار لوېدیځ ته د کلا غزنین په سیمه کې دی، د مورخینو د روایت له مخې، په غزني ښار کې د مسلمانانو لومړی جومات ګڼل کېږي چې ۲۵۰۰ کلونه مخکې د بودایانو د عبادتځای په توګه کارول کېده.
د غزني اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه تاریخي جومات پر اوسني خراب وضعیت اندېښنه ښيي او وايي که حکومت یې رغولو ته پام و نه کړي، نو و به نړېږي.
د غزني د زاړه ښار یوه مخور سلطان محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د «باباحاجي» یا «باباجی صاحب» جومات پر شاوخوا ۲۰۰ متره مربع ځمکه په دوه پوړونو کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، دغه ځای ۲۵۰۰ کاله وړاندې د بودایانو د عبادتځای په توګه کارول کېده چې وروسته د مسلمانانو د درېیم خلیفه حضرت عثمان (رض) په وخت کې ورباندې جومات جوړ شو.
ډیره مننه/ بسیار زیاد تشکر
#pajhwokafghannews
Pajhwok Afghan News (Pashto: پژواک خبري اژانس) (Persian: آژانس خبرى پژواک) is Afghanistan's largest independent news agency. With headquarters in Kabul, eight regional bureaus and a nationwide network of reporters and correspondents, Pajhwok delivers an average daily output of three dozen stories in Pashto, Dari and English. Pajhwok also provides photographs, video footage and audio clips to international wire agencies, televisions and radio stations.
share support subscribe !!
subscribe: / pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
/ pajhwoknews
www.instagram.com/pajhwok
/ pajhwok
www.pajhwok.com
Email: video@pajhwok.com
#pajhwokafghannews
#Pashto
#Dari
# / pajhwokafghannews
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: