Ijaz Ufaq - Zalfay Che Wal Wal She زلفې چې ولول شي خو خپل يار لره کنه - Pashto Ghazal
Автор: Parnassós
Загружено: 2024-02-28
Просмотров: 159842
توره چې تېريږي خو ګزار لره کنه
زلفې چې ولول شي خو خپل يار لره کنه
ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره کنه
شيخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پيالې اخلم
هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه
تاوې چې زما د خولې بوسه لکه دارو ده
غواړم دې دارو د زړه پرهار لره کنه
وينې مې د زړه خورې مګر نور څه لره نه يې
زړه زما پيدا دی تا خونخوار لره کنه
څه ژړا فرياد کړې د شهي د تورو زلفو
ته ورتلې پخپله و تور مار لره کنه
خود به ستا تر مخه د ګياه غوندې څرګند شي
ګل د لاله راوړه خپل رخسار لره کنه
مۍ شته چنګ او نی شته، د خپل يارسره خوشحاله
خپل بياض په لاس کښې ځه ګلزار لره کنه
ستر خوشال خان خټک بابا
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: