Za Kho Da Jwand Da Lare Hagha Sar Ta Orasedam / Shamsul Qamar Andesh / Pashto Ghazal
Автор: Andesh Shamsul Qamar // Bangkok Thailand
Загружено: 2022-01-14
Просмотров: 369
زۀ خو د ژوند د لارې هاغه سر ته اورسېدم
تۀ چرته پاتے شوے اشنا! زۀ چرته ته اورسېدم
اے مينې ستا د هر موسم باد سره والوتمه
نۀ د ګلاب، نۀ د شغلې ځيګر ته اورسېدم
لکه فرهاد د خپل ارمان نهر کښې ډوب درغلم
د وفا تږې مېرې دا دے غر ته اورسېدم
چې د خپل کور تيئرۀ کښې ګوته قدر نۀ شم ليدې
څۀ کۀ زۀ والوتمه لاړم نمر ته اورسېدم
مينې چې وروک دې د جنون په سپېرۀ دشتَ کړمه
زۀ ګام په ګام ،زۀ لور په لور دلبر ته اورسېدم
چرته چې مينې د حسرت خاورې په سر نوستلې
زۀ د سپرلى د بڼ سيلۍ شوم ورته اورسېدم
اول يې زلفې کړې خورې بيا يې راوړو مخ
ما وې چې څنګه په ماښام سحر ته اورسېدم
هره کشتۍ راته د تورې بلا خلۀ ښکارېږى
دا د دوران د درياب کوم ګودر ته اورسېدم
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: