له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۱,۵۳۶,۱۰۶ ډالرو په ارزښت ۳ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل!
Автор: ANDMA - له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
Загружено: 2025-11-26
Просмотров: 64
نن سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ورلډ ویژن(World Vision) ، AWSDC او د کندهار د کډوالو موسسې له مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د یو میلیون او پنځه سوه شپږ دېرش زره او یو سل او شپږ (۱,۵۳۶,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت یې د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه ورسره لاسلیک کړل
د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک موخه د پېښو د خطرونو کمول، عامه پوهاوی، د وقایوي پروژو پلي کول، مخکې له مخکې د خبرداري سیستم ځای پرځای کول او د پېښو له امله زیانمنو خلکو ته د خوراکي، غیرخوراکي او نغدو مرستو وېشل دی.
محترم ترابي صاحب د یادو موسسو د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ په دې لټه کې یو چې د افغانستان د ولس لپاره د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړو تر څو زیانمنو ته پر وخت رسېدنه وشي.
د دې هوکړه لیکونو له مخې به په بادغیس او فاریاب ولایت کې ۴,۰۰۰ کورنیو ته د کار په بدل کې نغدې مرستې وېشل کېږي، همدرانګه د استنادي دیوالونو ترمیم او جوړول، د اوبو لګولو سیستمونو جوړول او د دې پروژو لپاره به اړین تجهیزات پېرودل کېږي. د دې ترڅنګ په فاریاب ولایت کې به د ټولنې مشرانو، په ځانګړي ډول د خطر او د پيښو د مدیریت کمیټو ته د مخکې له مخکې د خبرداري سیستم په اړه پوهاوی ورکړل شي او د سېلاب او وچکالۍ له امله ۴۳۱ زیانمنو کورنیو ته به خوراکي او نغدې مرستې ووېشل شي او په لوګر کندهار او زابل ولایتونو کې به د GIS سیستم برابر او زیانمنې سیمې تثبیت کړل شي. همدا راز، د کندهار او زابل ولایتونو په ۶ سیمو کې به مخکې له مخکې د خبرداري سیستم نصب او ۳۰۰ کسانو ته به یې د کارولو لپاره روزنه ورکول کېږي ۱۵۰۰ کسانو ته به د طبیعي پېښو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شي.
#آمادگی_پاسخ_بازسازی
#چمتووالی_ځواب_وینه__بیارغونه
#ANDMAOfficial #AfghanistanNDMA
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: