له ورانۍ تر بیارغونې؛ د کابل–کندهار لویه لاره څنګه بیا جوړیږي؟
Автор: Uroj Edarah اداره نشراتی عروج
Загружено: 2025-10-20
Просмотров: 8501
د کابل–کندهار لویه لار، چې د افغانستان د اقتصادي او ترانزیتي مهمو لارو څخه بلل کیژي د کلونو تخریب او جګړې وروسته بیا تازه ژوند موندلی دی. دا ستر ملي پروژه په بشپړه توګه د داخلي سرچینو له لارې تمویل کېږي او د اقتصاد په وده، د ترافیکي پېښو په کمېدو او د ملي یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
په دې ځانګړي راپور کې به د بیارغونې د پروژې بشپړ جزئیات، لګښتونه، ستونزې او د سیمې د خلکو همکاري واورئ. دغه لویه لار نه یوازې د پلازمینې او د هېواد د سویل ترمنځ د اړیکو لاره ده، بلکې د افغانستان د سیاست او سوداګرۍ حیاتي شریان هم ګڼل کېږي.
د پروژې موقعیت: له کابل څخه تر کندهار پورې
د لارې اوږدوالی: شاوخوا ۴۸۳ کیلومتره
شامل دي: ۲ لوی پلونه، ۱۱۸ پلچکونه، او ۷ کیلومتره بتوني سړک
د هر کیلومتر لګښت: له ۳۰۰ زره تر ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو پورې
تمویل او پلي کول: د عامه جوړښتونو وزارت او د افغانستان داخلي شرکتونه
د دې راپور په کتو سره به تاسو د افغانستان د خپلواکۍ او بیارغونې له تر ټولو لویو ګامونو شاهد شئ.
د ملي تولیداتو د ملاتړ او د تازه خبرونو او ځانګړو راپورونو د ترلاسه کولو لپاره، د عروج چینل سبسکرایب کړئ او د خبرتیا زنګ فعاله کړئ!
#افغانستان #کابل_کندهار #بیارغونه #د_افغانستان_اقتصاد #عروج #ځانګړی_راپور #ملي_لاره #ساختماني_پروژه
Music by: Voice of Earth by Alex-Productions | https://onsound.eu
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: