لشکر طیبه طالبانو ته د جګړې ګواښ کړی| LASHKAR-E-TAIBA LEADER THREATENS TALIBAN|AFGHANISTAN|PAKISTAN
Автор: Ikramullah ikram
Загружено: 2025-12-16
Просмотров: 40
د طالبانو او پاکستان ترمنځ ظاهرا د اړیکو د ترینګلتیا په دوام په پاکستان کې د لشکر طیبه ډلې یوه مشریعقوب شیخ په یو ویډیويي بیان کې د طالبانو حکومت ته ګواښ کړی چې که د اسلام اباد غوښتنې ونه مني نو دوی به د پاکستان د پوځ تر څنګ ودریږي.
یعقوب شیخ د لشکر طیبه ډلې د بنسټ اېښودونکي حافظ سعید سره نږدې اړیکي لري.
نوموړي په دې ویډیويي بیان کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی خو د ثبت دقیقه نېټه یې نه ده معلومه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید په رسمي ډول ژمنه وکړې چې ان یوه مرمۍ به هم د افغانستان له خاورې د پاکستان په لور نه ویشتل کیږي.
یعقوب شیخ دغه راز د پاکستان ددفاعي ځواکونو د مشر په توګه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر د ټاکل کیدو مبارکي ورکړې او د پوځي مشرتابه له وروستیو پرېکړو یې ملاتړ اعلان کړی دی.
نوموړي په افغانستان کې د عالمانو د وروستي پرېکړه لیک چې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې له کارولو سره مخالفت څرګندوي، هرکلی کړی او دا یې مثبت ګام بللی دی خو ټینګار یې کړی چې د طالبانو حکومت دې دا دریځ په عمل کې د رسمي تضمین په ورکولو ثابت کړي.
د راپورونو پر بنسټ د پاکستان لشکر طیبه ډله چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې جوړه شوې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ کې په حملو تورنه شوه.
په هغه حملو کې چې د نومبر په ۲۶ مه ترسره شوې، یوه ډله وسله والو د ممبۍ ښار څو عصري هوټلونه، د اورګاډي تم ځای، د یهودانو مرکز او ځیني نور ځایونه په نښه کړل چې له امله یې لږ ترلږه ۱۶۶ کسان ووژل شول.
د راپورنو له پر بنسټ دغه ډله د متحده ایالاتو او هند په ګډون اروپايي ټولنه او ګڼ نور هیوادونه د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي پاکستان هڅه کوي چې مذهبي او توندلارې ډلې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر ضد وکاروي.
پاکستان کې د سیاسي چارو شنونکي افراسیاب خټک ازادي راډيو ته وویل:
(پاکستان داسې کړي دي، دا خو اول ځل نه دی، دلته هر وخت له مخالفینو سره د جګړو پر مهال دوی له دیني عالمانو او مدرسو ګټه اخلي او فتوې ورکوي، نو د پاکستان جنرال واکي چې ده دا یې زوړ دریځ او کړنلاره ده، خو طالبان له دوی سره ښه بلد دي، ځکه دیرش کاله یې له دوی سره تېر کړي دي، نو دواړه اړخونه د یو بل په لوبه ښه پوهیږي.)
پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ زردشت شمس وايي د لشکر طیبه په ګډون نورې سخت دریځې ډلې د پاکستان د پوځ ملیشي دي او په دغه ډول وضعیت کې ترې ګټه اخلي:
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
(لشکر طیبه، حزب المجاهدین، جیش محمد او نورې سخت دریځه او جنګي ډلې د پاکستان د پوځ بې یونفورمه ملیشې دي او دوی د پوځ په لاوډسپیکر بدلې شوي دي، همدا دلیل دی چې د پاکستان دغه روایت ته اوس نړۍ د شک په سترګه ګوري چې ګوندې دوی د ترهګرۍ قربانیان دي، ځکه دوی له یوې خوا د دغه ډلې حمایت کوي او له بله خوا ځان قرباني ښيي.)
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د پاکستان د عالمانو شورا هم خبرداری ورکړی وو چې د پاکستان د پوځ په وړاندې د غږ پورته کولو هره هڅه به په کلکه وځپل شي.
د دې شورا مشر مولوي طاهر اشرفي ویلي وو که اړتیا شي، مذهبي مدرسې او جوماتونه به د هېواد د امنیت او ثبات د دفاع لپاره چمتو وي، او ټینګار یې وکړ چې د هېواد ساتنه یو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي دغه راز له طالبانو غوښتي چې وو د افغان علماوو وروستی پرېکړه لیک، چې د بهرنيو جګړو پر ضد صادر شوی، په عملي ډول پلی کړي.
د افغان طالبانو دیني عالمانو په وروستي پرېکړه لیک کې، چې د سلګونو دینې عالمانو له لوري لاسلیک شوی، ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي او هېڅ افغان حق نه لري له افغانستان څخه بهر په جګړو کې برخه واخلي او یا د تاوتریخوالي هڅه وکړي، او که څوک دا کار کوي، باید ورسره قانوني چلند وشي.
#afghan #afghanistan #duet #kabul
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: