Sarwar Shamal New Pashto Poetry/ Best Pashto 2025/ Pashto Taranom/
Автор: AdabiRangona
Загружено: 2025-08-13
Просмотров: 82
غریبان پکښې شول ټول د سیلمې برباد
پاکستان زنده باد ...........الخ
چاته اوکړم ژړا چاته اوکړم فریاد
پاکستان زنده باد .....الخ
پۀ رشوت سفارش دلته کیږی هر کار
راځي دلته کښې شنۀ شنۀ نوټونه پکار
چې دې ډک وي جیبونه نو ګرځه ازاد
باکستان زنده باد ......الخ
دي جوړ شوي خدایان د دې ملک افسران
ورته مچ میږي ښکاری دا نور انسانان
دي بچي د قارون دي بچی د شداد
پاکستان زنده باد......الخ
د سرکار چپړاسي هم افسر ګڼی ځان
تۀ به وائې چې دې څوک د بر کلي خان
ډبلۍ باندې کله ماتیږي ئې باد
پاکستان زنده باد....الخ
منصفان هم انصاف خرڅوي پۀ پیسو
غل نه ساز ساز نه غل جوړوي پۀ پیسو
پکښې کړې دې خپلو کښې غلو اتحاد
پاکستان زنده باد..... الخ
څوکیدار د وطن حکمران د وطن
اوس مالک ګڼي دې راته ځان د وطن
داسې حال کښې به څنګ خوار اولس اوسي ښاد
پاکستان زنده باد......الخ
کم کم غم به شماله زۀ ژاړم د قام
نن پۀ اور کښې اولاړ دې د سیلمې عوام
غلامان یو نن هم نۀ یو مونږه ازاد
پاکستان زنده باد...الخ
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: