په تورخم د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته کې درې پاکستاني عسکر ژوبل شوي
Автор: VOA Deewa
Загружено: 2025-03-03
Просмотров: 62637
په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د بېګاه شپې 12 بجو نه پس سپکې او درنې ډزې پېل شوي او تر سحر پورې دغه ډزې روانې وې. په تورخم کې امنيتي سرچينې د دې خبر په تصدیقولو سره وايي، په تازه نښتو کې د اېف سي ځواک د درېو عسکرو په شمول، پينځه تنان ژوبل شوي دي. تفصیل فرید شینواری وړاندې کوي
1. هېلو وي او اې:
«هېلو وي او اې» د روانو چارو خپرونه ده چې د سیمې او نړۍ د خبرونو او حالاتو ارزونه کوي، څېړونکي او مېلمانه پکې د تودو خبرونو په اړه ژوره تجزیه او څېړونه کوي. دا خپرونه د پاکستان په وخت د ماښام له ۷:۰۰ تر ۸:۰۰ بجو او د افغانستان په وخت د ماښام له ۶:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. دا د وي او اې ډیوه په ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک هم په ژوندۍ بڼه خپریږي.
2. لویه پښتونخوا:
«لویه پښتونخوا» یو ساعته خپرونه ده چې د پاکستان سیاست او ملکي خبرونو ته ځای ورکوي. دا خپرونه له دوشنبې- ګل تر جمعې پورې هره شپه د ماښام په ۸:۰۰ بجې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. لیدونکي یې د پاکستان په وخت د ماښام له ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ بجو او په افغانستان کې د ماښام له ۷:۳۰ تر ۸:۳۰ بجو پورې کتلای شي. دا خپرونه د وي او اې ډیوه په ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک په ژوندۍ بڼه هم خپریږي.
3. ډیوه نیوز:
«ډیوه نیوز» یو ساعته ټیلیویژني خبري خپرونه ده چې د پاکستان، افغانستان او نړۍ د ګوټ ګوټ په اړه خبرونه خپروي. دا خپرونه هره ورځ د پاکستان په وخت د شپې له ۱۰:۰۰ تر ۱۱:۰۰ بجو او د افغانستان په وخت د شپې له ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. دا خپرونه هم د وي او اې ډیوه په ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک په ژوندۍ بڼه کتل کېدای شي.
4. بي بي شېرینه:
«بي بي شېرینه» تفریحي ټیلیویژني خپرونه ده چې کتونکي ورته ټیلیفونونه راکوي او په پاکستان او افغانستان کې د ښځو پر مسئلو معلومات او بحثونه خپروي. دا دوه ساعته سهارنۍ خپرونه له یکشنبې- اتوار تر پنجشنبې- زیارت پورې د پاکستان په وخت د سهار له ۶:۰۰ تر ۸:۰۰ او د افغانستان په وخت له ۵:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. دغه خپرونه هم د وي او اې ډیوه پر ویبپاڼه، یوټیوب او فېسبوک په ژوندۍ بڼه کتل کېدای شي.
5. ولولې:
«ولولې» نیم ساعته اوونیزه خپرونه ده چې د ځوانانو موضوعاتو ته پکې ځای ورکول کیږي. دا خپرونه د هرې پنجشنبې- زیارت په سهار په ۱۱:۰۰ بجې خپریږي. په دې خپرونه کې د تعلیم، کېریر او ټولنیزو مسایلو په ګډون د سیمې له ځوانانو سره اړوند مسئلو باندې بحث کیږي. دا خپرونه هم د وي او اې ډیوه پر ویبپاڼه، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو باندې خپریږي.
له دغو منظمو پروګرامونو سره سره وي او اې ډیوه ځانګړيو رپوټونو، ډاکومینټري فلمونو او مهمو پېښو ته هم په ژوندۍ بڼه ځای ورکوي چې کتونکي په تازه خبرونو او پرمختګونو خبر او بوخت وساتي. وي او اې ډیوه په خپلو هراړخیزو پروګرامونو، کره او بې طرفه خبرونو خپرولو سره په پاکستان، افغانستان او نوره نړۍ کې د اورېدونکو لپاره د معلوماتو د باوري سرچینې په توګه کار کوي
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: