پر ډېورېنډ کرښې د لارو بندېدو پاکستان کې د سمېټو کاروباريانو ته زيانونه اړولي ـ بي بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-12-31
Просмотров: 5387
خيبر پښتونخوا کې د سمټو کاروباريان وايي له هغه راهيسې چې پر ډېورېنډ کرښې د تلو راتلو لارې تړل شوې، دوی ته پراخ تاوانونه اوښتي دي. د ټول پاکستان سمټو صنعتکارانو ټولنې ويلي، دا تېر نومبر د پاکستان شمال کې له کارخونو افغانستان ته هېڅ سمېټ نه دي لېږدول شوي، او د پولو بندېدو دې سوداګرۍ ته لوی تاوان اړولی دی. ځینې سرچینې وايي، له اوکتوبر راهیسې چې لارې بندیدې شوې، د پاکستان سمټو تولید سل میلیونه ډالر زیان ګاللی دی. افغانستان په دوديز ډول د پاکستان سمټو پیرودونکی دی، او ۷ سلنه سمټ يې ترې ورصادرېږي. افغانستان اوس د خپلو سمټو اړتياوو پوره کولو لپاره د ايران په څېر نورو ګاونډيو هېوادونو ته مخه کړې ده. د ټول پاکستان سمټو صنعتکارانو ټولنې خبرداری ورکړی، که لارې همداسې تړلې پاتې شي، د پاکستان سمټو صنعت زیانونه ښايي لا پسې وغځېږي.
#BBCNarayDaWakht #BBCPashtoTV #BBCPashto
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:23 پاکستان کې د سېمټو کاروباريانو زيانونه
5:10 پښتونخوا کې د سېمټو کاروباريانو ته څومره زيانونه اوښتي؟
6:55 افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د مرستو غونډولو تابيا
9:59 ايران کې احتجاجونه
13:12 د ملګرو ملتونو عراق ماموريت پای
13:43 د مرستندويه ادارو پر وړاندې د اسرائيلو تدبيرونه
14:15 د روسيې او اوکرايين جګړه
14:42 تايلنډ د کمبوډيا سرتېري خوشي کړي
15:21 ټکنالوژي، اوونیزه خپرونه
25:56 لرې ختيځ کې د نوي ۲۰۲۶ کال رادبره کېدو لمانځنې
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: