د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې ناورینونو ته غبرګون یوه څه اغېزمن کړی
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-01-26
Просмотров: 409
د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر وایي، د نړیوالو مرستو کمښت د دوی کارونه یو څه "ټکني" کړي دي.
ملا نورالدین ترابي په کابل کې د بيبيسي له خبریال حفیظالله معروف سره مرکه کې ویلي، ځینې ادارې ځکه د دوی له لارې مرستو ته زړه نه ښه کوي، چې حکومت یې په رسمیت نه پېژني.
د ښاغلي ترابي په وینا، دوی ته عادي او انکشافي بودیجه د طالبانو له حکومته ورکول کېږي او ولسي مرستې ورسره مرستندویه موسسې کوي.
خو هغه وویل د نړیوالو مرستو له کمېدو سره ځینې مرستندویه موسسې وتړل شوې او ځینو نورو خپلې مرستې کمې کړې دي.
د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر له نړیوالو مرستندیانو وغوښتل چې سیاسي موضوعات دې د ده په وینا له بشري مرستو سره نه ګډوي، "خپل کمکونه دې کوي، سیاسي موضوعات جلا دي، په هغه کې موږ هم خبره نه کوو."
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: