Популярное

Музыка Кино и Анимация Автомобили Животные Спорт Путешествия Игры Юмор

Интересные видео

2025 Сериалы Трейлеры Новости Как сделать Видеоуроки Diy своими руками

Топ запросов

смотреть а4 schoolboy runaway турецкий сериал смотреть мультфильмы эдисон
dTub
Скачать

ملي پراختیا شرکت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج چارې رسماً پیل کړې

Автор: شرکت انکشاف ملی د ملي پراختیا شرکت

Загружено: 2025-09-06

Просмотров: 1368

Описание:

ملي پراختیا شرکت د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو د کانونو استخراج پيل کړ
د سرپل ولایت په بلخآب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو کانونو د معياري استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلوونکو سړکونو پروژه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئيس، مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د افعانستان بانک لوی رئیس نور احمد آغا، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي، د فاریاب ولايت والي مولوي عبدالحد فضلي او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً کې پرانیستل شوه.
په دې اړه ترتيب شويو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وویل، افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی او باید د دغو سرچینو د اعظمي استفادې لپاره د پروسس او تولید فابریکې دننه جوړې شي، څو کاري فرصتونه زیات او کورنی صنعت پیاوړی شي.
نوموړي زیاته کړه، د بلخآب د ډبرو سکارو حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول پرمخ ځي. د ده په وینا، دغه شرکت د کانونو د استخراجي چارو د آسانتیا لپاره له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه هم رغولي، چې د کانونو ترمنځ نښلوونکي دنده په غاړه لري.
هغه د ملي پراختیا شرکت له هڅو قدرداني وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د استخراج پروسه لا معیاري، له ضایعاتو خوندي او د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم پرمخ یوړل شي. نوموړي د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې هغوی ته به د اړتیا وړ سکاره په مناسبه بیه برابر شي او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به هم پراخې آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز په دې غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال وویل، چې د یاد لوی ریاست تر چتر لاندې شرکتونه ژمن دي، چې د سکارو کانونه په مسلکي ډول استخراج کړي او د ضایعاتو مخنیوی وشي.
نوموړي څرګنده کړه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري دلته کانونه په داسې بڼه برابر شوي، چې د نړۍ له منل شوو معیارونو سره سمون لري. د ده په وینا، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج بهیر په دومره معیاري او پرمختللي ډول عملي کېږي.
هغه زیاته کړه، کانونه د ملت امانت دي او هر هغه کان چې دوی ته سپارل کېږي، د ملي شتمنۍ په سترګه ورته ګوري، د هغې ساتنه کوي او هڅه کوي، چې له ټولو مسلکي او قانوني اصولو سره سم ترې ګټه واخلي.
د غونډې پر مهال، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر وویل، د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د بلخآب د سکارو د کانونو او نښلوونکو سړکونو پرانیسته د همدې هڅو یوه څرګنده نښه ده.
نوموړي دا هم وویل، چې یاده پروژه د ملي پراختیا شرکت له لوري پلې شوې، او دا ډول اقدامات ښيي چې اسلامي امارت د هېواد د طبیعي زېرمو، معیاري مدیریت او پراختیا ته ژمن دی.
په ورته مهال د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، چې د افغانستان د آبادی او پرمختګ مسؤلیت پر افغانانو دی، نه پر نورو. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانان باید له یو بل سره همکار واوسي. ښاغلي سرحدي وويل چې نوموړې پروژه د ملي یووالي او ګډ کار یوه غوره بېلګه ده.
د نوموړي په وینا، افغانستان د کانونو له پلوه شتمن هېواد دی او باید داسې مدیریت وشي چې راتلونکو نسلونو ته اقتصادي ثبات پرېښودل شي. هغه د ملي پراختیا شرکت له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه شرکت په بلخاب ولسوالۍ کې خلکو ته ګڼ خدمتونه وړاندې کړي او تمه ده چې دا لړۍ لا پراخه شي.
د بلخاب په کانونو کې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ صوفونه (سمڅې) کیندل شوي، چې له دوه زره زیات کسان پکې په مستقیم ډول په کار بوخت دي.، چې له دې کانونو څخه په کلني ډول نږدې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجېږي او پلان شته چې دغه ظرفیت نور هم لوړ شي.
د یادونې وړ ده چې د بلخآب د ډبرو سکارو کانونه د هېواد له سترو اقتصادي زېرمو څخه ګڼل کېږي او د ملي پراختیا شرکت په مدیریت کې یې د معیاري استخراج پروسه د هېواد د انرژۍ او صنعت د ودې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

ملي پراختیا شرکت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج چارې رسماً پیل کړې

Поделиться в:

Доступные форматы для скачивания:

Скачать видео mp4

  • Информация по загрузке:

Скачать аудио mp3

Похожие видео

خبر: پاسخ طالبان به حملات بامداد امروز پاکستان

خبر: پاسخ طالبان به حملات بامداد امروز پاکستان

مستند: د ملي پراختيا شرکت له لوري د بلخاب د ډبرو سکارو کاني حوزې استخراج پیل شو

مستند: د ملي پراختيا شرکت له لوري د بلخاب د ډبرو سکارو کاني حوزې استخراج پیل شو

سفر هیئت بلندپایه به ولایت‌های شمالی کشور؛ کار فاز دوم کانال قوش‌تپه نزدیک به تکمیل شدن است

سفر هیئت بلندپایه به ولایت‌های شمالی کشور؛ کار فاز دوم کانال قوش‌تپه نزدیک به تکمیل شدن است

مستند: استخراج حوزهٔ زغال‌سنگ بلخاب توسط شرکت انکشاف ملی آغاز شد

مستند: استخراج حوزهٔ زغال‌سنگ بلخاب توسط شرکت انکشاف ملی آغاز شد

میهن اولین و بزرگترین تولید کننده سفال درافغانستان است

میهن اولین و بزرگترین تولید کننده سفال درافغانستان است

د بلخاب ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج چارو په پرانېست غونډه کې د ملا صاحب عبدالغني برادر آخوند وینا

د بلخاب ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج چارو په پرانېست غونډه کې د ملا صاحب عبدالغني برادر آخوند وینا

طالبانو ګوتڅنډنه کړې، پر خوست هوايي ګوزارونو مناسب ځواب به وايي - بي بي سي نړۍ دا وخت

طالبانو ګوتڅنډنه کړې، پر خوست هوايي ګوزارونو مناسب ځواب به وايي - بي بي سي نړۍ دا وخت

په پلخمري کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې د ساختماني چارو د پيل مراسم

په پلخمري کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې د ساختماني چارو د پيل مراسم

شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

کابل کې د پل محمود خان استوګنیز او سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

کابل کې د پل محمود خان استوګنیز او سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

پل دوم کمپنی در حال تکمیل شدن

پل دوم کمپنی در حال تکمیل شدن

سوژه: خبر خوش! سرک جدید کوتل خیرخانه تکمیل شد

سوژه: خبر خوش! سرک جدید کوتل خیرخانه تکمیل شد

سخنرانی والی سرپل در مراسم افتتاح پروژه استخراج حوزه معدنی زغال‌سنگ در ولسوالی بلخاب

سخنرانی والی سرپل در مراسم افتتاح پروژه استخراج حوزه معدنی زغال‌سنگ در ولسوالی بلخاب

Офицер Плюнул В Суп Простого Повара Не Зная Что Он Бывший Элитный Спецназовец

Офицер Плюнул В Суп Простого Повара Не Зная Что Он Бывший Элитный Спецназовец

مارشال فهیم و خشم آمریکا؛ پشت‌ پرده‌ یی که حالا آشکار شد!|| GNR Info

مارشال فهیم و خشم آمریکا؛ پشت‌ پرده‌ یی که حالا آشکار شد!|| GNR Info

Date Harvest in Nangarhar

Date Harvest in Nangarhar

بزرگترین مارکت زیرزمینی برای اولین بار در کابل افغانستان تکمیل شد 😯 Shopping Center in Afghanistan

بزرگترین مارکت زیرزمینی برای اولین بار در کابل افغانستان تکمیل شد 😯 Shopping Center in Afghanistan

د ملي دفاع وزارت مشرتابه د زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورلو په برخه کې بېلابیل ژغورنکي ټیمونه وستایل

د ملي دفاع وزارت مشرتابه د زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورلو په برخه کې بېلابیل ژغورنکي ټیمونه وستایل

Чукчи начали ПРОПАДАТЬ один за одним. Какие ТАЙНЫ скрывает глушь Чукотки?

Чукчи начали ПРОПАДАТЬ один за одним. Какие ТАЙНЫ скрывает глушь Чукотки?

Окопный снайпер ⚔️ | Русский фильм 2025 | По мотивам реальных боевых операций военный фильм 2025

Окопный снайпер ⚔️ | Русский фильм 2025 | По мотивам реальных боевых операций военный фильм 2025

© 2025 dtub. Все права защищены.



  • Контакты
  • О нас
  • Политика конфиденциальности



Контакты для правообладателей: [email protected]