د هلمند بست امارتی شرکت مستند 1403
Автор: د کندز سپین زر دولتی شرکت
Загружено: 10 авг. 2024 г.
Просмотров: 2 946 просмотров
🟢 د زراعتي انقلاب لپاره یو بل ستر قدم🌿 (ویډیویي راپور)
د هغي دولتي فابریکې ترمیم او بیا فعالیدل چي په هلمند کي د ګڼو فابریکو د تاسس ذریعه سوه
دا چي په هیواد کي د امن او اقتصاد د ودي فضا راغلې ده بنا د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت چي د بودیجې، د مشنرۍ د ترمیم او خامو موادو د کمښت سره مخ وو د یو لړ تخنیکي اصلاحاتو او ترمیماتو سره بیا ځلي فعاله او د ا.ا.ا د مشرانو لخوا په ځانګړي مراسمو کي افتتاح سو.
د پنبې د پروسس دا تاریخی شرکت چي ٥٧ کاله مخکی تاسس سوی وو د ٤٠ کالو جنګونو په جریان کی ئې فعالیت ټکنی سوی وو، ماشینونه ئې د معیاري فعالیته لویدلي وه او خالص پنبه او غوړي ئې معیاري نه وه، چي د اسلامی نظام په راتګ سره یې ټولی برخي بیرته فعاله سوې لکه:
1️⃣ د دانه داري پنبې پروسس په معیاری ډول
2️⃣ د پنبې د غوړیو تولید
3️⃣ کنجاره
4️⃣ صابون
5️⃣ لینتر
6️⃣ پوستک
د یادولو وړ ده چی یاده فابریکه د هلمند ولایت د بزرګانو لپاره جوړه سوې وه ترڅو دوی پنبه وکري او په همدې فابریکه کي پروسس سي او خالص پنبه ئې د کندهار ولایت نساجۍ ته ولیږل سي خو متاسفانه چي د څو لسیزو راهیسي ئې د پنبې کښت کم رنګه وه بالاخره ددې فابریکې په فعاله کیدلو سره لاندي تغیرات راغلل:
✳️ په هلمند ولایت کي د مخدره موادو پر ځای په پراخه کچه پنبه کرل پیل سوه.
✳️ تیر کال یادي فابریکې د بزګرانو څخه د نقدو پیسو په مقابل کي پنبه رانیول.
✳️ په قاچاقي ډول پاکستان ته د پنبې لېږد کنترول سو.
✳️ د غوړیو، صابون او کنجارې څخه په داخل کي استفاده زیاته سوه.
✳️ لویه د خوښۍ خبره دا چي ددې فابریکې کامیابۍ ته په کتلو سره تر ٢٠ زیاتي ورته فابریکې په هلمند کي تاسس سوې، چي د زراعت په برخه کي ډیره لویه لاسته راوړنه او پرمختګ دی.
ان شاءالله کال په کال به ددې فابریکې فعالیت پراختیا پیدا کوي او زرګونه ځوانانو ته به د کار زمینه برابره سي او تولیدات به ئې د هیواد په داخلي فابریکو او همدارنګه په نړیوال بازار کي عرضه کیږي.
لطفا ددې لوی پرمختګ تفصیل په جالب ویدیویی راپور کي وګوری.

Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: