ننګرهار ولايت کې د سولې فرش ( فرش صلح ) // سازمان مدنی جوانان نواندیش // ۲۰۲۰
Автор: New Thinker Youth Civil Organisation (NTYCO)
Загружено: 2025-11-19
Просмотров: 4
د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې نن لس ګونو ټولنيزو فعالانو، مېرمنو، معلولينو او د جګړې قربانيانو د جګړې کې د ښکېلو ډلو د ژر روغې جوړې غوښتنې وکړې.
دوی چې د دې ښار په امير شهید بڼ کې "د سولې ټغر" (فرش) په نوم راټول شوي وو، ويل جګړه هره ورځ له دوی قربانيان اخلي.
راټولو د افغان حکومت او وسله والوطالبانو ترمنځ د سولې را روانو خبرو ته د هيلمندۍ په څرګندولو سره د جګړې له ښکېلو غاړو په ځانګړې توګه له وسله والو طالبانو غوښتل چې جګړه دې ودروي.
#وصلح الخیر
نن مو ننګرهار ولايت کې د سولې فرش✌️ ( فرش صلح ) تر عنوان لاندې يوه برنامه ترسره کړ،او دغه برنامه ددې موخې لپاره ترسره شو تر څو موږ ټول افغانان 🇦🇫په دوامداره توګه خپل غږ 👄د سولې لپاره اوچت کړو،او د دواړو خواوو څخه زموږ غوښتنه دا دې چې ژر تر ژره بين الافغاني مذاکرات پیل کړي، همدارنګه په ننئ برنامه کې مختلف قشرونه ګډون درلود.ځوانان، سپين ږیري، معلولين،ډاکټران، ورزش کاران،دهقانان...
مونږ نور له جنګ نه ستړې یو او سوله زموږ تر ټولو لوی ارمان دی ✊
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: