Zoya Shair Sa | زویه شاعر سه خو حرامه شاعری مه کووا.
Автор: Payam Production
Загружено: 2025-11-21
Просмотров: 7532
Song: زویہ شاعرسہ
Vocal & Compose: Ijaz Ufaq
Lyrics: سائیل صیب
Video credit: Payam Production
بچے شاعر شه خو حرامه شاعري مه کوه
داسې نيک نام ښه يې بدنامه شاعري مه کوه
تخليق هم لوے کار دے خو څه نه څه روزګار هم ښه دے
دا د چربانګ نه تر ماښامه شاعري مه کوه
هر څه وئیل ښه وي خو هر څه د وئيلو نه وي
داسې بې ګامه بې لګامه شاعري مه کوه
بچے کامياب به یې خو ډېر په لنډو لارو مه ځه
چې ناکام نه شې د ناکامه شاعري مه کوه
داسې ډير لرې هم د دود او د دستور نه مه ځه
دا سې بې خلکو او بې قامه شاعري مه کوه
د ابتدا نه په ټوپونو انتها ته مه ځه
بې نتیجې او بې انجامه شاعري مه کوه
د ژوند په کندو او کپرو به یې ؤړو ځان سره
ډيره ګل فامه ګل اندامه شاعري مه کوه
د ميخانې او جام سحر ماښام خبرې کوه
ولې سره د ګوټ او جامه شاعري مه کوه
خېر دے که ګوټ نيم د هر چا د تړمو اوښکو کوې
داسې توده توده تمامه شاعري مه کوه
د خپل اولس او قام نومونه پکښې مه اخله خو
خو بې اولسه او بې قامه شاعري مه کوه
خيال او ښايست فن او ژوند مينه او خوند شعر بويه
سایله ته هم بې پيغامه شاعري مه کوه
سائيل صيب
⚠ Copyrights Notice: Payam Kharoti Youtube Channel
= This video is copyrighted to Payam Production.
Strong action will be taken against anyone who re-uploads this video =
Payam Portfolio: https://vimeo.com/user38771427
Facebook: / payam.film
Instagram: / payamkharoti
Payam Page : / payamproduction
X : https://x.com/JanKharotee
tiktok: tiktok.com/@payam.production?_t=ZN-8yshevysb4Q&_r=1
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: