د پاکستان بې پيلوټه بريد، زيانمنې کورنۍ ته د کرکټ ملي لوبغاړي رحمن الله ګربز نوی کور جوړ کړ.
Автор: Anzoor Tv
Загружено: 2026-01-01
Просмотров: 157
د پاکستاني بې پيلوټه الوتکې په هوايي برید کې زيانمنې شوې کورنۍ ته د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن الله ګربز خيريه بنسټ لخوا نوي کور جوړ او ور وسپارل شو.
انځور تلويزيون
۱۴۰۴ د مرغومي ۱۲مه
د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري لوبغاړي رحمن الله ګربز د خيريه بنسټ لخوا هغې کورنۍ ته نوی کور جوړ او ور وسپارل شو، چې مياشت وړاندې يې د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ په مغولګي سيمه کې پخوانی کور د پاکستاني رژیم د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې په بشپړه توګه ويجاړ او د دريو زخميانو تر څنګ يې د کورنۍ يوولس تنه پکې شهيدان شول او هر څه يې له لاسه ورکړل.
د ګربز د خيريه بنسټ مسئولینو وويل چې ياد کور د نورو ملحقاتو تر څنګ دوه خونې لري، چې په جوړېدو یې څه باندې يو ميليون افغانۍ لګښت شوی.
دوی زياتوي، دا لومړنۍ خيريه پروژه ده چې ياد بنسټ يې تطبيقوي او په راتلونکي کې به د هېواد په نورو بېلابېلو سيمو کې هم د خلکو ستونزو هوارولو ته رسېدنه کوي.
د زيانمنې کورنۍ سرپرست نور اسلم چې د ياد کور کيلي ورته وسپارل شوه، د شوې پېښې په اړه خواشينی خو د دغه کور په جوړېدو خوشاله و،
هغه د رحمن الله ګربز د خيريه بنسټ له دې غمشریکۍ ځانګړې مننه وکړه او له نورو شتمنو يې هم وغوښتل چې د ستونزو پر مهال بايد تل د خپلو هېوادوالو تر څنګ ودريږي.
د سيمې اوسېدونکو هم له نوموړي کورنۍ سره د يادې هستوګنيزې ودانۍ د جوړولو مرسته غوره انساني همدردي وبلله او ویې ویل چې نور اسلم د ياد کور په ترلاسه کولو بېرته په ژوند ګډ شو.
د ويلو ده چې د پاکستاني رژيم له لوري په ياد وحشيانه بريد کې د نور اسلم د کورنۍ يوولس تنه شهيدان او درۍ تنه نور ټپيان شول چې د هغه له مېرمنې پرته نور ټول یې واړه ماشومان ول او يو ځای خاورو ته وسپارل شول.
در پی یک حمله هوایی پهپاد پاکستانی، خانوادهای آسیبدیده صاحب خانه جدید شد.
تلويزيون انځور
۲ جنوری ۲۰۲۶
به همت بنیاد خیریه رحمانالله گربز، ستاره تیم ملی کرکت، برای خانوادهای که ماه گذشته خانهشان در نتیجه حمله هوایی پهپاد رژیم پاکستان در منطقه مغولگی ولسوالی گربزو ولایت خوست بهطور کامل ویران شده بود، یک باب خانه جدید اعمار و به آنان تسلیم داده شد.
در این حمله وحشیانه، خانه این خانواده کاملاً تخریب گردید و علاوه بر سه زخمی، یازده تن از اعضای خانواده به شمول کودکان خردسال به شهادت رسیدند و بازماندگان تمام داراییهایشان را از دست دادند.
مسئولان بنیاد خیریه رحمانالله گربز گفتند که این خانه دارای دو اتاق و سایر ملحقات بوده و بیش از یک میلیون افغانی هزینه برداشته است.
به گفته آنان، این نخستین پروژه خیریه این بنیاد میباشد و در آینده نیز در سایر مناطق کشور برای حل مشکلات مردم کمک خواهد شد.
نوراسلم، سرپرست خانواده آسیبدیده که کلید خانه جدید را دریافت کرد، ضمن ابراز اندوه از حادثه رخداده، از ساخت این خانه ابراز خوشحالی نمود و از بنیاد خیریه رحمانالله گربز صمیمانه قدردانی کرد.
وی از دیگر افراد توانمند نیز خواست تا در زمان مشکلات در کنار هموطنانشان بایستند.
باشندگان محل نیز ساخت این خانه را نمونهای از همدردی انسانی دانسته و گفتند که نوراسلم با دریافت این خانه دوباره به زندگی بازگشت.
A family affected by a Pakistani drone airstrike has been provided with a new home, by Afghanistan national cricket player Rahmanullah gurbaz.
Anzoor TV
January 2, 2026
Through the Rahmanullah Gurbaz Charity Foundation, a new house was constructed and handed over to a family whose previous home was completely destroyed last month in a Pakistani drone airstrike in the Magholgi area of Gurbaz District, Khost Province.
In the brutal attack, the family’s house was entirely demolished, resulting in eleven family members being martyred and three others injured. The victims included mostly young children, and the family lost all their belongings.
Officials of the Rahmanullah Gurbaz Charity Foundation stated that the newly built house consists of two rooms along with other facilities, with a construction cost exceeding one million Afghanis.
They added that this is the foundation’s first charitable project and that similar humanitarian efforts will be carried out in other parts of the country in the future.
Noor Aslam, the head of the affected family, who received the key to the new house, expressed deep sorrow over the tragic incident but happiness over the construction of the new home. He extended special thanks to the Rahmanullah Gurbaz Charity Foundation for their support and called on other wealthy individuals to stand by their fellow citizens during difficult times.
Local residents also described the construction of the house as a great act of human compassion, stating that Noor Aslam has been able to return to normal life after receiving the new home.
It is worth noting that in the brutal attack carried out by the Pakistani regime, eleven members of Noor Aslam’s family were martyred and three others were injured. Except for his wife, all of the martyrs were young children, and they were buried together in a single location.
#رحمن_الله_ګربز
#خيريه_بنسټ
#پاکستانبريد
#بې_پيلوټه
#ملکي_قربانيان
#خوست
#ګربز
#د_کور_جوړونه
#د_جګړې_قربانيان
#د_افغانانو_ملاتړ
#رحمن_الله_گربز
#بنیاد_خیریه
#حمله_پاکستان
#حمله_پهپادی
#قربانیان_ملکی
#خوست
#گربز
#کمک_بشردوستانه
#خانه_نو
#صلح_برای_افغانستان
#RahmanullahGurbaz
#CharityFoundation
Pakistan_strike
#DroneStrike
#CivilianCasualties
#Khost
#GurbazDistrict
#StandWithAfghans
#NewHome
#HopeAfterTragedy
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: