پر ډېورېنډ کرښې د تلو راتلو لارې لا هم تړلې دي، خو څومره اغېز يې کړی؟ بي بي سي
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-10-22
Просмотров: 16379
د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دفاع وزير هغو څرګندونو په اړه چې د دوی ترمنځ د اوربند تړون پټ دی، وايي دوی د شوې هوکړې خبره په بشپړ ډول روښانه کړې، او نور څه په کې نه شته. د طالبانو دفاع وزارت يوه اعلاميه کې راغلي چې هوکړه ليک کې بشپړ اوربند، يو بل ته درناوی او يو د بل پر امنیتي ځواکونو، ملکیانو او بنسټونو له بريدونو دډه کول شامل دي. دا خبره داسې وخت شوې، چې تورخم لار لا هم تړلې ده. داسې حال کې چې دواړو غاړو ته بارلېږدوونکې لارۍ ولاړې دی، او دوه اړخیزه سوداګري یې ورسره لويو زيانونو سره مخامخ کړې ده. تورخم او سپين بولدک-چمن لارې، چې د اوونۍ زرګونه ټنه توکي ترې يو او بل اړخ ته اوړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مرګونو نښتو پایله کې تړل شوې دي. پر ډېورېنډ کرښې چمن کې هم سلګونه په توکو بار لارۍ ولاړې دي، او چلوونکي يې له تاوانونو شکایت کوي. ځايي کاروبارونه د پلور کچې ټيټوالي سره مخامخ دي، په تېره بيا هغوی چې مېوې او سابه پلوري. د ډېورېنډ کرښې افغان غاړه بيا د مېوو بیې لوېدلې، سوداګر او بڼوال يې تاوانونو سره مخامخ کړي. کندهار کې دا اوس اوس د انارو حاصلاتو او ټولولو موسم دی، چې بڼوال وايي ګټې وټې یې کمې شوې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto   
Like us on Facebook:   / bbcpashto   
Follow us on Twitter:   / bbcpashto   
Instagram:   / bbcpashto                  
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
- 
                                
Информация по загрузке: