A Brief History of Time / د وخت لنډ تاريخ لومړي فصل
Автор: Amin Sultani
Загружено: 2024-04-21
Просмотров: 1335
۱ فصل د کائناتو په اړه زموږ تبصره له ۱ تر ۱۴ پاڼې.
د وخت لنډ تاريخ (A Brief History of Time) د نوموتي فزيکپوه سټيفن هاکينګ مشهور اثر دی چې په ۱۹۸۸ کې خپور شو.
دا کتاب د ستورپوهنې په کتابونو کې تر ټولو ډېر لوستل شوی کتاب بلل کېږي او نړۍ کابو ۵۰ ژبو ته ژباړل شوی دی. هاکينګ په دې کتاب کې په ډېره ساده ژبه د کايناتو په هکله خبرې کړې او ساينسي تيورۍ يې تشريح کړې او شنلې دي. دا کتاب په نظري فزيک کې له لويې چاودنې تر تورو غارونو پورې د کايناتو په باره کې غږېدلی دی.
دغه کتاب پر وخت ـ فضا غږېږي او په دې باره کې تحليل کوي چې نړۍ له څه تشکيل شوې ده او ساينسي تيوري بايد څنګه وي؟
هاکينګ دا کتاب د هغو لوستونکو لپاره ليکلی وو چې په فزيکي هيڅ مخکېنۍ پوهه نه لري، خو د طبيعت، بشر او کايناتو په هکله مطالعې ته لېوال دي، ځکه خو فورمولونه پکې نه شته.
دا کتاب د سانډي ټايمز دومره زيات پلورل شوی اثر دی چې د پلور ريکارډ يې په ګينس کتاب کې ثبت شو. سټيفن هاکينګ په خپله سريزه کې وايي چې دا کتاب دوه سوه اووه دېرش اوونۍ د لندن د سنډي ټايمز ورځپاڼي له خوا د تر ټولو ښو خرڅېدونکو کتابونو په لېست کې راغلی و. (په دې حساب کې انجيل او د شکسپير کتاب نه دی حساب.)
وکيل احمد عزيزي د دې کتاب پر ژباړه سريزه ليکلې، هلته يې ويلي چې په دې کتاب کې د کايناتو په اړه زموږ پر تصوراتو، د نظريو پر بدلون، وخت، فضا، د انشټين نسبي تيوري پر راتګ، سترې چاودنې، لويې ورانېدنې، د جارج ګمو پر کشف، د کوانټ ميخانيک پر راتګ، تورو غارونو، ځلېدونکو تورو غارونو، د تور غار پر سرحد، د وخت – فضا پر انحنا، د کايناتو پر اصليت، د نړۍ پر تقدير، د کايناتو په پيل او پای، د کوانټ ميخانيک او عام نسبيت د تيوريو له يو ځای کولو څخه د يوې بلې درېيمې تيوري (کوانټ-جاذبه) د راپيدا کولو پر هڅو، د وخت د ليکو او جهتونو په اړه، په زمان کې د سفر پر مساله، د کايناتو لپاره د رسۍ پر تيوري او ځينو نورو موضوعاتو باندې خبرې شوې دي.
هاکينګ چې دغه کتاب خپور کړ، بيا يې څو کاله وروسته نورې څېړنې او مطالعې وکړې او په کتاب کې يې ځينې تغييرات او پرمختګونه راوستل. دی په خپله سريزه کې وايي: "ما د دې کتاب د بيا ښه کولو لپاره تازه مشاهدوي او نظرياتي لاس ته راوړنې ور زياتې کړلې، دغه مالومات په هغه لومړي چاپ کې نه وو چې د ۱۹۸۸ کال د اپريل پر لومړۍ ورځ چاپ شوی و. په دې چاپ کې مې يو څپرکی (نري سوري او د زمان سفر) ور زيات کړی دی. د انشټين د عام نسبيت له لاسه وايو چې (نري سوري) يا (کوچنۍ لولې) داسې جوړښتونه دي چې د وخت ـ فضا مختلفې سيمې سره نښلوي. له دغو څخه په استفاده کولای شو، د کهکشانو چاپېره تېز حرکتونه او په وخت کې شاتګ وڅېړو. البته موږ داسې څوک نه دی ليدلی چې له راتلونکې راغلی وي (ولې موږ؟) خو د امکان تر حده مې بحث پرې کړی دی."
وکيل احمد عزيزي د دغه کتاب وروستی او اپډيټ ورژن ژباړلی دی او د دې تر څنګ يې زياتونې هم ورباندې کړې دي چې د ژباړې په منځ منځ کې په قوس کې نيول شوې حاشيې دي.
په پښتو ژبه دا کتاب تازه په کابل کې ايلينو خپرندويه ادارې چاپ کړ چې په کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کې له ټولو کتاب پلورنځيو تر لاسه کېدای شي.
نقيب احمد عزيزي
کتاب: د وخت لنډ تاريخ
ليکوال: سټيفن هاکنيګ
ژباړن: وکيل احمد عزيزي
غږ: رسول امين سلطاني
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: