مسعود د سرتېر صاحب شعر دسبا باده چلېږه
Автор: Abd Mas
Загружено: 2016-05-09
Просмотров: 197
د ملي ولولو خاوند، هیواد پال او اولس پال شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتېر :
د افغانستان په معاصره شاعرۍ کې ښاغلی عبدالوهاب سرتېر هغه تکړه، غښتلی او خوږ ژبې شاعر او ادبي سټه ده، چې د ده د نوم سره د ادب او فرهنګ مینه وال آشنا دي .
ښاغلي سرتېر صاحب په خپلو لیکنو، شعرونو او ملي ترانو کې د هیواد او هیواد والو سره ژوره او سپیڅلې مینه، د ټولنیز ژوند کلتوري او معنوي ارزښتونه ، د وطني ، ملي او انساني احساساتو پیغامونه، د ښکلا او مینې خوندور او رنګین خیالونه او فکرونه ، په ډیره خوږه، ساده ، روانه او هنري ژبه داسې انځور کړې دي، چې په لوستلو او اوریدلو یې د هر با احساسه انسان په زړه، ذهن او روان کې افغاني – پښتني، ملي جذبات او ولولې راپاروي .
ما د ښاغلي سرتیر صاحب یو ښکلی او په زړه پوری شعر انتخاب کړی دی، تاسو د ادب درنو مینه والوته یې وړاندې کوم . هیله من یم په اوریدلو یې ستاسو ادبي تنده خړوبه شي .
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادر مسعود
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: