دماروناول لومړی برخه امېدلرم چې ترپایه پوری راسره واوري.
Автор: Samiullah Ayoubi
Загружено: 2024-11-09
Просмотров: 14590
مارو ناول موږ ته یو داسې داستان بیانوي چې زموږ په ټولنه کې تر ډېره پرې پابندي ده او هغه څوک چې دا کار کوي یا نور ورته رابلي د ټولنې د عینکو په دید کې ډېر بد عمل دی او دواړه لوري یې رټل کېږي. خو دلته کیسه متفاوته ده او هغه داسې چې نجلۍ د یو کس لخوا د دوکې په اساس تښتوي او وروسته یې بل هېواد ته انتقالوي، هلته پرې بدلمني شروع کوي او دې ته یې اړ باسي چې له هر ډول شخص سره د پیسو په بدل کې هر ډول عمل ترسره کړي. د نجلۍ سره یې کوچنۍ خور هم راتښتولي وي او همدا د دې نجلۍ د ضعف نقطه وي چې نه تېښتې یا ځان وژنې ته زړه نه ښه کوي.
وروسته یو سړی چې د یو ریس لخوا همایه کېږي او کاریی همدا دی چې دا ډول ښځې راټولې او پخپل شرکت کې چې ټولې ښځینه کار پکې کوي، په دنده وګوماري. یوه ورځ همدا سړی چې د ناول مرکزي کرکټر هم دی همدې رنډۍ خانې ته ځي او همدا جنۍ پېري، له نجلۍ سره له خبرو کولو وروسته خپله شمېره پټه ورکوي او ورته وایي چې ماسره حتمن اړیکه ونیسه تر څو دې له دې عذابه خلاصه کړم. نجلۍ زړه نا زړه یوه ورځ زنګ ورته کوي او خپله پته ورکوي، سړی هم پسې ورځي او خپل شرکت ته یې راولي، وروسته له هغې نجلۍ د خپل ژوند هغه دردونکې کیسه ورته کوي چې د څوکسانو لخوا څنګه په دوکې سره وتښتول شوه…
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: