چین کې د ايغور مسلمانانو کړاونه
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2018-10-26
Просмотров: 659
د بريتانيا حکومت چين کې تر يو ميليون پورې اويغور مسلمانانو د نيولو په اړه جدي او زياتېدونکې اندېښنه څرګنده کړې ده. د بي بي سي يوې پلټنې د چين لوېديځه شينجيانګ سيمه کې د بندځايونو يوې پراخې شبکې جوړولو بهير سپړلی دی.
چين زندان ته ورته دا خوندي ځايونه د کاري روزنې، او روزنې مرکزونو په نامه يادوي، او وايي موخه یې د توندلارۍ او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده.
د بي بي سي چين خبريال جان سدوورت د بريتانيا له هغو اوويغور توکمه خلکو سره خبرې کړې چې له دې سيمې په تېښته توانېدلي، او د بريتانيا له حکومته غواړي د دوی له کورنيو سره دې مرسته کې لا ډېر څه وکړي.
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: