د بي بي سي نړۍ دا وخت: جاپانی ډاکټر ناکامورا جلال اباد کې يو بريد کې له ژوبلېدو وروسته مړی شوی
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2019-12-04
Просмотров: 34283
جاپانی ډاکټر تېتسو ناکامورا چې خپل کار او ژوند يې د افغانان ژوند ښه والي ته ځانګړی کړی و، نن جلال آباد کې يو بريد کې له ټپي کېدو وروسته مړ شو. وسله والو داسې حال کې د ۷۳ کلن ناکامورا پر ګاډي بريد وکړ، چې د يوې پروژې څارنې ته ورروان و. دی د جاپان يوې خيريه ټولنې مشر و، چې افغانستان کې يې د اوبخور او کرنې ښه والي لپاره کار کاوه. لا تر اوسه روښانه نه ده، او نه هم چا ويلي چې بريد د چا کار و.
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: