ټکنالوژي: اسټراليا کې پر ځوانانونو ډ ټولنيزو رسنيو کارولو بنديز، څه اغېز به ولري؟
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-12-17
Просмотров: 1291
اسټراليا کې له ۱۶ کلنو ښکته عمر نجونې او هلکان د ټېکټاک، اېکس، فېسبوک، انسټګرام، يوټيوب، سنپچټ او ترېډ په څېر ټولنيزې رسنۍ نه شي کارولی. دوی د ټولنيزو رسنيو دغو دريځونو کې نوي حسابونه نه شي پرانیستی، او اوسني پروفايلونه يې لرې کېږي. دا بندیز، چې د ډسمبر پر لسمه عملي شو، د خپلې بڼې لومړی دی، او نور هېوادونه يې هم له نژدې څاري، چې کار ورکوي، او که يې ورکوي څنګه؟ خو دا بندیز به څه اغېز ولري؟ پر وړاندې يې د ځوانانو غبرګون څه دی؟ یو شمېر یې وايي، اوسنی نسل له تېر سره توپير لري، او ټولنیزو رسنیو ته یې اړتیا ډېره ده. ځلا سحر دا او د ټکنالوژۍ نور خبرونه د دې اوونۍ ګڼه کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: