څنکه کولاي شو چې د يو اين ايچ سي آر نغدي مرستې لپاره په انلاين ډول خپل شکايت جمع کړو؟
Автор: IHSAN TECH
Загружено: 2023-02-23
Просмотров: 335
څنګه کولای شو چې د يو اين ايچ سي ار نغدي مرستو لپاره شکايت جمع کړو- په دوه دقيقو کی؟
سلامونه ملګرو امید لرم چی روغ او جوړ به ياست.
څرنګه چی د يو اين ايچ سي ار نړيوالی اداری د روان کال په فبروري مياشت کی د هغه افغان مهاجرينو لپاره چې په پاکستان کی ميشت دي او په پاکستان کی د اوسيدولو قانوني اسناد يعنی مهاجر کارت يا سمارټ کارډ لري نغدي مرسته پيل کړی. ددغی مرستی ترتيب که څه هم ډيرو مهاجر وروڼو ته معلوم ده، خو بيا هم زه یی په لاندی ډول ستاسو سره شريک کووم:
1. يو نفري کورنۍ: 10000
2. دوه نفري کورنۍ: 13000
3. دری نفري کورنۍ: 16000
4. څلور نفري کورنۍ: 19000
5. پنځه نفري کورنۍ: 22000
6. شپږ يا له شپږو نفرو زيات کورنۍ: 25000
د نغدي مرستو له پيل څخه تراوسه پورې، ټولو افغان مهاجرين له ډيرو ستونزو سره مخ وو لکه :
• د ګوتو نه لګيدو ستونزه
• د ټيليفون نمبرو ورک کیدل يا د نمبر بنديدل
• د کورنۍ تعداد څخه د کمو نغدي مرستو پيغام ترلاسه کيدل
• په غلط نمبر د پيغام راتلل
• د ايجنټ لخوا د پيسو اخيستلو ستونزه او نور
نو کله به چی دا ډول ستونزه موجوده شوه نو ځينو افغان مهاجرينو به خپل شکايت د يو اين ايچ سي ار له کومکي ټيليفوني نمبر سره شريک کاوو او خپل شکايت به یی جمع کوو. خو اکثره افغان مهاجرينو به بيا دغه شکايت جمع کولو په اړه هيڅ نه پوهيدل او د دوی شکايت به پاتی کيده.
نو هماغه وو چي تیره ورځ يو اين ايچ سي ار په نغدي مرستو کی د هر ډول ستونزو شکايت جمع کولو لپاره انلاين سيستم جوړ کړ. په دغه سيستم کی هر کس چی په خپل لاس کی موبايل ولري او په خپل موبايل کی انټرنيټ ولري په ډيره اساني سره د نغدي مرستو په اړه خپل هر ډول شکايت جمع کولای شي.
په دغه ويډيو کی زه تاسو ته د شکايت درج کولو پوره طريقه قدم په قدم په ډیره ساده او اسانه پښتو ژبه ښايم. ويډو پوره په دقت سره وګورئ او خپلی ستونزی مو پرې حل کړئ.
په اخر کی دغه ويډيو تر نورو افغان مهاجرينو پوری هم ورسوئ چی د نغدي مرستو د شکايت په اړه هر ډول ستونزی حل شي.
د شکايت جمع کولو صفحې لينک: https://enketo.unhcr.org/x/XGL3ySiI
ستاسو ورو فضل الدين احسان
#UNHCR
#cashdistribution
#complaintsform
#humanitarianaid
#refugeesupport
#accountability
#transparency
#feedbackmechanism
#grievanceredress
#humanrights
#donoraccountability
#communityparticipation
#responsibledisbursement
#protectingthevulnerable
#empoweringrefugees
#participatoryapproach
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео mp4
-
Информация по загрузке: